fbpx

غوراوي سیالۍ: افغانستان نړیوالو اتلولیو ته نور هم نږدې شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۲ وری، ۱۳۹۷ل): د زمبابوې او عربي اماراتو ترمنځ لوبه کې عربي اماراتو لوبډلې کوربه زمبابوې ته د 3 منډو په توپیر ماتې ورکړه چې افغانستان نور هم نړیوالو اتلولیو ته نږدې شو.

د افغانستان لوبډله نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره له یو شمېر ستونزو تېره شوه او لا هم تیریږي، چې د خپلو ګټو ترڅنګ یې د نورو ګټې یا بایلات هم د بریا برخه وه، چې تر دې دمه یې په ګټه ثابت شوي، او اوس ورته یو چانس بل دی چې نړیوال جام ته لار ومومي.

د ویسټ انډيز لوبډلې وار له مخې نړیوال جام ته لار موندلې ده، چې په جدول کې 8 پواینټه لري، همدا ډول زمبابوې او سکاټلېنډ 5-5 او افغانستان او آیرلېنډ 4-4 پواینټونه لري.

د افغانستان او آیرلېنډ پرته هیڅ لوبډله بله سیالۍ نه لري، ددوی دواړو لوبډلو ترمنځ سبا لوبه ترسره کیږي، چې که هرې لوبډلې وګټله هغه به نړیوالو اتلولیو ته لار ومومي.

که چیرې دغه لوبه د باران له کبله ترسره نه شوه نو دواړه لوبډلې به یو یو پواینټ واخلي، په دې سره به د څلورو لوبډلو پواینټونه 5-5 شي، چې د زمبابوې نیټ رن ریټ (0.420) او سکاټلېنډ (0.243) نیټ رن ریټ/اوسط لري.

آیرلېنډ 0.474 او افغانستان 0.343 نیټ رن ریټ لري، که چیرې دغه لوبه د باران له کبله په لوړ رن ریټ بې پایلې سر ته ورسېده نو د لوړ رن ریټ له کبله به آیرلېنډ لوبډله نړیوال جام ته لار ومومي، او که په بریا سر ته ورسېده نو ګټونکې لوبډله به نړیوال جام ته لار مومي.

د راپورونو پر اساس ویل کیږي چې افغانستان لوبډله د ټيټ نیټ رن ریټ له کبله یوازې په ګټه کولای شي نړیوال جام ته لار ومومي.

خو که چیرې دغه لوبه په کم رن ریټ سره مساوي یا بې پایلې سره ته ورسیږي نو د آیرلېنډ رن ریټ به ښکته او د زمبابوې رن ریټ به پورته شي، چې په همدې ډول به دوی نړیوال جام ته د وتلو لار ومومي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د