شعـــــرونه

با ايمان يم ځلېدلى

شكر دا چي مسلمان يم ځلېدلى

لكه لمر په ټول جهان يم ځلېدلى

وياړم تل دهرظالم دسترګوخاريم
دمظلوم دزړه درمان يم ځلېدلى

نه مي روح نه مي جسد پخپل اختياردى
دقادر خداى په احسان يم ځلېدلى

داچي تل يې د در خاورې رانجه بولم
زه په روى دهغه ګران يم ځلېدلى

له هغې ورځي مي فتحې په نصيب دي
چي افغان اوبا ايمان يم ځليدلى

بس هغو مي دى په مينه قدر كړى
چي وچاته طالب جان يم ځلېدلى

ته مي مل شې دصابرې ټولۍ مله
ستادعشق په امتحان يم ځلېدلى

له الهام سره الهام تر آسمان لاندي
دا ادب پر سپين ميدان يم ځلېدلى
2014?06/08

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x