افغانستان

اسماعیل خان طالبانو ته: په افغانستان کې درسره خبرو ته چمتو یم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۷): جهادي قومندان او د هرات پخواني والي اسماعیل خان د طالبانو په جواب کې ویلې چې غواړي ورسره په افغانستان کې دننه خبرې وکړي.

نوموړي ددې تر مخه طالبانو ته وړاندیز کړی وو چې دوی که د حکومت سره خبرو ته نه وي اماده، نو د جهادي ډلو سره دي خبرې وکړي او په افغانستان کې دي د اسلامي نظام د قیام په خاطر ددوی سره یو موټی شي، چې په جواب کې يې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه وړاندیز منلی وو او هغه یې په قطر کې خپل سیاسي دفتر ته د خبرو لپاره ور بللی وو.

طالبانو ویلي وه چې دوی تل د جهادي ډلو مشران په درانه نومونو یاد کړي او تمه ځیني لري چې د هیواد څخه د اشغال په خاتمه کې له دوی سره مرسته وکړي.

اسماعیل خان نن د پنجشنبې په ورځ د خپل وژل شوي زوی په یاد غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د طالبانو سره خبرې په افغانستان او په ځانګړې توګه په هرات کې کول غواړي.

هغه د طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت د ملاتړ یادونه هم وکړه او وې ویل، په دې شرط به د طالبانو سره خبرې کوي چې حکومت له دوی سره په دغه کار کې همکاري وکړي او د حسد او کینې څخه کار وانه خلي.

د یادونې وړ ده چې څه موده تر مخه (فروري ۲۸، ۲۰۱۸) په کابل کې د ګډحکومت په مشري د کابل پروسې په نامه نړیواله غونډه شوه چې په کښي ولسمشر اشرف غنې د یوې اعلامیې په لوستلو طالبانو ته بېله قید او شرطه د سولې وړاندیز وکړ، خو طالبانو یې تر اوسه په اړه د مثبت یا منفي غبرګون ښودلو څخه ډډه کړې ده، خو طالبانو ددې تر مخه لومړی د امریکایانو سره پر خبرو ټینګار کړی او ویلي يې وه چې د افغانستان په جګړه کې اساسي رول او اړخ امریکا ده، ځکه نو تر څو چې د امریکا سره د افغانستان پر شخړه جوړجاړی نه وي شوی، د کابل حکومت سره هیڅ مانا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دې ته پسخند وایې خو دغه جهادیان دي چې د cia په دالرو یې خيټې ډکې کړې ! د الله په نوم جهاد کمو خلکو کړی او هغه داسې خلک دي چې په دالرو خیټه نه ډکوي او اشغال ظلم او ناروا بولي نو سوټی پوزی احمق د برق پخوانی وزير د امریکې نوکر ولې د جهاد نوم بدوي ؟؟؟؟وروڼو جهاد اوس تجارت ګرزېدلی دی . هو هغه پاک طالبان په لوڅو پښو او وږي نس جهاد کوي اوبس ، د مذدور دولت تابعین د جهاد په نوم منا فقت کوي او تف لانت پر دوی !!!!

اقبال

احمق که په خپل حماقت هر څومره خاوری اچوی بیا یی هم حماقت له خاورو ټکول کیږی او سر ښکاره کوی د اسمعیل خان دی حماقت د پشتو یو ډرامه را په یاد کړه یو کس پکی همدغه د اسمعیل خان په شان د حماقت ډک کارونه کول نو یو کس ورته حوصله اخر راتنګه شوه ویی ویل چه [[ هو ، خدایه ! ته څومره ښه حوصله لری او مهربان ذات یی چه دی ډول احمق ته هم رزق ورکوی ؟ که زه ستا په ځای وی ما خو به یوه مړي هم نه وه ورکړی ] اسمعیل خان… نور لوستل »

احمد

داسی خبری کول د یوه معقول انسان وی لکه دی چی ګډ دی ۰دا له تعصب ډک انسان ۰ زه وایم دسپی قدری اهمیت هم نور مه ورکوی۰ طالبانو خو دملی مصالحو له مخی تاسو سره د خبرو تیاری وښوده خو دا خلک نه په پوهیږی ۰دی بد بخته دا اولس کاله دامیریکایانو ډالری هم وخوړی اوس غواړی چی د جهاد په نامه ځانونه هم مطرح کړی او له طالبانو نه هم خپله غوښنه برخه جلا کړی ۰دا خو هغه کچه او بزدله طبقه ده چی ګلبدین دربانی په وخت کی په صدارت نه ووقانع سیاف او دا نورسپو په… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x