نظــر

د امریکا اوسنی اقتصادي وضعیت

پوښتنه دا ده چې د امریکا اقتصاد په افغانستان او عراق له یرغل وروسته په کوم حالت کې دی؟      ګڼ شمېر خلګ پدې نظر دي چې له یرغل وروسته هم د امریکا اقتصاد په خپل مخکني حالت کې دی خو ډېر نور بیا د دې رایي کلکه غندنه کوي او وایي چې د امریکا ووسنی اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ نه دی. 

کومه رایه ستاسو په نظر درسته ده او کومه غلطه، دا فیصله کول ستاسو کار دی، خو زه ستاسو په مخ کې د امریکا ووسني اقتصادي وضعیت په اړه یو څه حقائق ږدم او زما په نظر په داسي چارو کې باید یوازي د حقائقو په اساس رایه جوړه کړو.

پدې کې هیڅ شک نشته چې د امریکا اقتصاد د نړۍ تر ټولو پیاوړی اقتصاد دی، آن تردې چې د امریکا د ځينو شرکتونو کلنی ګټه د ډیرو هیوادونو تر کلنی بودجې زیاته وي، یوازي دا نه بلکه د سائنس او تکنالوژي، تعلیم او دفاعي څانګه کي یې هم په نړی کې بېلګه نشته، خو د دې معنی دا نه شوه چې وس به هیڅکله هم د امریکا اقتصاد ته هیڅ زیان نه رسي، موږ پدې خبر یو چې یو وخت په نړۍ د روم او ایران واک وو خو وس یې اثار هم نه ښکاري، یو وخت په نړۍ د تاتاریانو ویره پرته وه خو وس یې په تاریخ کې هم نوم نشته، موږ پدې هم خبر یو چې یو وخت د برطانیې په پاچاهي کې لمر نه پوټېدی خو وس دامریکا لاس پوڅی دی، او موږ پدې تر هر چا ښه خبر یو چې یو وخت روس هم په نړۍ خپلي سترګي برګولې خو وس یې ډېر خلګ له نوم سره هم اشنا نه دي.

امریکا هم که په وس وخت کې په سرو سترګو او شخو برېتو ګرځي ډیري داسي نښاني پکي ښکاره دي چې ژربه یې سترګي خړي او برېتونه غوڅ شي. د امریکا ووسنی اقتصادي وضعیت د امریکا د مستقبل لپاره څه ښه زیری نه لري دا یوازي زما نظر نه دی بلکه ډېر اقتصاد پوهان پدې نظر دي د بېلګي په توګه د جان ویلیم (John William ) څېړنه شیي چې له ۲۰۰۵م کال ځخه د امریکا اقتصادي وضعیت د کمزوري په لور روان دی. د نومړي په تائید سره زه څو مهمو واقعاتو ته اشاره کوم نور نو مشت نمونه خروار.

په امریکا کې یوه مشهور شرکت رېډیو شېک (Radio Shack) د  اعلان وکړ چې دا کال به له خپلو ۵۲۰۰ دکانونو ځخه ۱۱۰۰ دکانه د ګراکانو په مخکي تړي.  شرکت د دې لامل د کاریګري کمزوروالی ښیي. ځکه چې دوی ته په څلورو میاشتو کې ۱۹۱ ملیارده ډالره زیان ور اوښتی وو.

د امریکا  یو بل مشهور شرکت سټېپل (Staples) دا اعلان وکړ چې ۲۲۵ دکانونه به تړي.

یو بل مشهور شرکت جې سي پیني (J.C Penny) هم دا اعلان وکړ چې دوی به ۳۳ دکانونه د خلګو په مخ تړي ځکه چې دوی تېر کال یوازي په څلورو میاشتو کې له ۵۸۶ ملیون ډالره زیان سره مخامخ شوي وو.  

سیرز (Sears) هم خپل ۳۰۰ دکانه تړلي دي، او د سي این این راپور لمخي دوی به خپل ۵۰۰ نور دکانونه په نږدې راتلونکي کې بنده وي.
همدارنګه ټارګټ (ُTarget)، ده چلډرن پلېس(The Children Place)، مېکډونل(McDonald)، بېسټ بایي(Best Buy) او ګڼ شمېر نورو شرکتونو  نه یواځي دا چي خپلي ډېري څانګي او دکانونه یې د خلګو په مخ تړلي دي بلکه خپلو کاریګرو ته هم ځواب ورکړی دی، او له کاره یې شړلي دي.

ده سي این این د یوه راپور لمخي په امریکا کې وس د بېکاره کسانو شمېره په ورو ورو د کارېګرو د شمېرې په نسبت ډېریږي. د یوې ایسې لمخي په امریکا کې هغه کسان چې عمر یې تر ۱۶ کاله ډېر وي د وزګارتیا شمېره یې ۱۰۲۳۶۰۰۰ ته رسېدلې ده، په کار کې د خلګو تناسب له ۸۷ سلني نه ۷۰ سلني ته راغورځېدلی دی، په ۲۰۰۸ کې ۵۳ سلنه کورنیو خپل ځان په منځني اقتصادي کورنیو کې شمېره خو وس یوازي ۴۴ سلنه کورنی خپل ځان په یادي شوې ټولۍ کې  شمېري. لدې سره سره امریکا د نړۍ تر ټولو ډېر پوروړۍ هیواد دی، آن تر دې چې وس د چین هم پوروړی دی، د اقتصادي پرمختګ لپاره یې مرکزي بانک د سود شرحه منفي ته هم راوستې ده.

د دې ډېر لاملونه کېدای سي، خو اقتصاد پوهان يې لاملونه د هیواد په مجموعي پیداوار کې کموالی، د بېکاري زیاتوالی، د خلګو د اعتماد کموالی ځکه چې کله د خلګو اعتماد کم شي نو دوی له پانګوني نه ډډه کوي، د اروپایي اقتصاد کمزور والی او تر ټولو لوی لامل یې په امریکا کې د ټېکس شرحه زیاتېدل او خرڅې ډېرېدل بولي.

محمود احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x