افغانستان

ډاکټر عبدالله د بلخ ولایت پر پرېښودو د عطا نور څخه مننه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ وری، ۱۳۹۷): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بلخ د ګوښه شوي والي عطا نور څخه مننه وکړه او د ولایت پر پرېښودو یې هغه وستایه.

نوموړي په خبرپاڼه کې ویلي چې د یو لړ مشکلاتو او ستونزو وروسته بالاخیره بلخ ولایت ته نوی والي ور وپيژندل شو او د مذاکراتو له لاري د بلخ مشکل حل شو.

او زیاته یې کړه، په تیرو ۱۵ کلونو کې د استاد عطا نور تر مشري لاندي بلخ ولایت د امنیت، بیا رغوني، تعمیراتي او نورو برخو کې مثبت پرمختګونه لیدلي، ځکه نو د نوموړي څخه مننه او ستاینه کوم او په راتلونکي کې موفقیت او سرلوړي ورته غواړم.

ډاکټر عبدالله د بلخ نوي والي ته هم د موفقیت دعا کړې او د خلکو څخه یې غوښتي چې د نوي والي سره پوره همکاري وکړي.

باید وویل شي چې عطا نور که څه هم د ډاکټر عبدالله سره د جمعیت په ګوند کې برخوال دی خو پر نوموړي يې د ارګ سره د شخړې پر مهال د توندو نیوکو تبادله کړې او سیاسي اړیکې يې زیانمني شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx