افغانستان

د غزني د مقر ولسوالۍ امنیه قوماندان او پنځه ساتونکي يې تپيان شول

نن ټکی آسیا: نن سهار وختې د غزني د مقر ولسوالۍ امنیه قوماندان او د سپرلۍ موټر یې د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د سړک غاړي د خښ شوي ماین ښکار شو.

 

د غزني امنیتي چارواکو پېښه تائید کړه او زیاتوي، چې په چاودنه کې قوماندان حاجي محمد او پنځه ساتونکي ټپیان شوي.

 

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وايي، چې د مقر امنیه قوماندان او ورسره عسکر په جغتو ولسوالۍ کې د طالبانو تر بریدونو لاندې پولیسو مرستې ته را روان و، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

 

د ننګ په وینا، په چاودنه کې امنیه قوماندان او پنځه اربکیان ټپيان شوي؛ خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.

 

بل پلو ویل کېږي، چې طالبانو له نن سهاره راهیسې د جغتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو پر څو پوستو بریدونه پيل کړي ،چې لا هم روان دي او د مرګ ژوبلې په باب یې معلومات نشته.   

 

د غزني د والي ویاند همداراز ومنله، چې په دې پېښه کې دوه موټرسايکلونه او يو موټر هم له منځه تللي دي.

 

د یادونې وړ ده، درې ورځې وړاندې د غزني د واغز ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوې چاودنې په ترڅ کې له مرستیال او دريو پوليسو سره وژل شوى و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x