fbpx

سوریه: د روسي بمبار له امله په لسګونو ملکیان ژوندي سوځېدلي / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ وری، ۱۳۹۷): د سوریې په الغوطه الشرقیه سیمه کې د «عربین» په نامه ښارګوټي باندي د روسي الوتکو د بمبار له امله لږ تر لږه ۳۷ تنه ژوندي سوځېدلي دي چې د راپورونو سره سم اکثریت یې ماشومان او ښځي دي.

په دغه سیمه کې د اطفایې او ځان ژغورنې یوې ډلې پر ټولنیزو پاڼو په خپرې کړي خبرپاڼې کې ویلي چې تېره شپه ناوخته روسي الوتکو د عربین پر ښارګوټي د ناپالم بمونه وغورځول چې له امله یې په یوه پناه ځای کې را ټول شوي ۳۷ ماشومان او ښځي ووژلي شوې.

په خبرپاڼه کې وړاندي ویل شوي چې د روسي او دولتي الوتکو د سختو بمباریو له امله هیڅ ملکیان نشي کولای چې له ښارګوټي څخه ووځي.

د الجزیرې د راپور سره سم په سیمه کې روغتیايي سرچینو ویلي چې د تیرې شپې راهیسي د جمعې د ورځې تر سهاره شاوخوا ۳۰ ځله بمبار شوی چې په اکثرو کې يې د ناپالم بمونو تر څنګ فسفوري بمونه هم کارول شوی دي.

د الجزیرې د خبریال په وینا د ختیځي غوطه په سیمه کې یوازي تېره ورځ په بمباریو کې ۳۲ تنه ملکیان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

باید وویل شي چې د فروري میاشتې پر ۲۴مه نیټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه وکړه چې په ختیځه غوطه کې دي د ۳۰ ورځو لپاره اوربند اعلان شي تر څو هلته کلابنده ملکیانو ته دوا او خوراک ورسیږي خو د امنیت شورا دغه پرېکړه د روسي او دولتي ځواکونو او الوتکو له لوري تر اوسه هم نه ده عملې شوې.

سرچینه: الجزیره

ویډیوګانې:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د