ویوو کمپنۍ نوی VIVO V9 سمارټ فون وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۳ وری، ۱۳۹۷ل): د چین مشهورې کمپنۍ VIVO په تېره نیږدې کې یو شمېر غوره ځیرک مبایلونه وړاندې کړل، چې د تېر ۲۰۱۷م کال VIVO V7 او VIVO 7plus یې د ځیرک مبایلونو غوره بیلګې دي.

دغې کمپنۍ د روان کال په سر کې د لس جي بي ریم وړتیا لرلو ځیرک مبایل چې Xplay7  VIVO نومیږي هم وړاندوینه کړې وه، چې اوس غواړي خپل نوی ځیرک VIVO V9 مبایل له نویو ځانګړنو سره وړاندې کړي.

ویوو کمپنۍ چې په ځانګړي ډول په سیلفي کامرو کې یې ښه پرمختګ کړی، اوس یو ځل بیا غواړي پخپل نوي مبایل کې د ۲۴ میګا پېکسله آرټي فیشل ټکنالوژۍ سره سیلفي کامره وړاندې کړي، چې په اصطلاح د شاته کامرې څخه به یې کیفیت ښه وي.

ددې ځیرک مبایل سیلفي کامره په نوچ کې د آیفون ایکس په شان ورکړل شوې ده،  او شاته دوه کامرې، چې یوه یې ۱۶ او بله یې ۵ میګال پېکسل ده ورکړل شوي.

دغه مبایل کې د ۶.۳ انچه ۱۰۸۰+۲۲۸۰ پېکسله ایل سي ډي ډیسپلی ورکړل شوې، چې ۹۰ سلنه برخه یې سکرین، او ۱۰ سلنه کې یې د کور او شاته تڼۍ ورکول شوې ده.

د نورو ځانګړتیاو ترڅنګ دغه مبایل د کوالکوم سنیپ ډراګون ۶۲۶ اوکټا کور پراسیسر لري، همدا ډول ۳۲۶۰ ملي امپیره mAh بیټرۍ لرلو ترڅنګ د مخ کولپ Face lock هم لري.

سربېره پر دې ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي داخلي حافظه لري، او همدا ډول د خارجي میموري کارډ اخیستلو وړتیا هم لري، چې د ګوتې کولپ Finger print یې شاته ورکړل شوی دی.

د ویوو کمپنۍ ځيرک مبایلونه په ځانګړتیاو کې له سامسنګ او آیفون مبایلونو څخه کم نه وي خو بیه یې ددې ۵۰ سلنه ټيټه وي.

د ځینو راپورونو له مخې ددغې مبایل بیه ۲۳۰۰۰ هندۍ کالدارې ښودل شوې ده، چې لومړی به چین او بیا به اپریل میاشت کې په هند او نورو هېوادونو کې پلور ته وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د