افغانستان

هلمند: سنګین کې نفوذي عسکرو قومندان او درې پولیس وژلي دي

د هلمند د سنګین ولسوالي اړوند د فتح شاه په پوسته کې دوو تنو عسکرو خپل درې ملګري او قومندان وژلی دی. طالبان وايي چې یاد دوه کسان د دوی ملګري وو او د همدې نفوذي برید لپاره يې په پوسته کې دندې ترسره کولي.
په یاد برید کې چې د شپې په درې بجې شوی د سنګین ولسوالي اړوند د څاروان کلا د کوټیزو په سیمه کې يې د فتح شا د پوستې مشهور قومندان تورجان او درې نور عسکر له منځه وړي دي.

طالبان وايي چې د دوی ملګري روغ رمټ تر دوی رسېدلي او د دوی په ژبه دوه ثقیلان يې «غنیمت»له ځانو سره ور وړي دي. دا په داسې حال کې دی، چې پرون هم  د دې ولایت په نادعلي کې د شاول مانده سیمې ته څېرمه د بهرنیو عسکرو دوه زغره وال ټانګونه پر ماین والوځل شول، چې د عیني شاهدانو پرقول پوره تخریب شوي دي.
په ورته وخت کې نن سهار وختي د هلمند په کجکي کې د طالبانو وا اربکیانو ترمنځ په نښته کې دوه اربکیان مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.
تر دې وړاندې هم داخلي بریدونو د کندهار په خاکریز او میانشین کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د نظامي چارو ماهرین په دې اند دي چې د طالبانو دې تکتیک افغان دولت سخت اندېښمن کړی دی او د نظامي مسوولینو ترمنځ يې پوره بې باوري پیداکړې ده.
د طالبانو د خیبر په نامه عملیات خورا تند روان دي، چې ښايي ورته نا امني خلک د جوزا په څلورویشتمه ټاکنو کې له ګډونه منع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x