fbpx

ملي لوبډله آیرلېنډ ته په ماتې ورکولو نړیوال جام ته ورسېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ کب، ۱۳۹۷): افغانستان ملي لوبډلې په مهمه سیالۍ کې آیرلېنډ لوبډلې ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولیو ته یې لار وموندله.

د غوراوي سیالیو د سوپر سیکس پړاو په مهمه او پای سیالۍ کې چې د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ ترسره شوه، افغانستان آیرلېنډ ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام اتلولیو ته ووتله.

افغانستان ته په ۵۰ اورونو کې آیرلېنډ ۲۱۰ منډې هدف ټاکلی و چې افغانستان د ۵۰م اور په لومړي توپ د لوبدلمشر اصغر ستانکزي په څلوریزه بریا ترلاسه کړه.

د افغانستان لخوا محمد شهزاد او ګلبدین نائب ښه پېل وکړ، چې لومړۍ ویکټه یې د ۸۶ منډو په جوړولو له لاسه ورکړه، محمد شهزاد په زړه پورې نیمه سلیزه ووهله، نوموړي په ۵۰ توپونو ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو سره ۵۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان په غوراوي سیاليو کې له هیڅ نه هر څه ترلاسه کړل، چې لومړی یې سوپر سیکس ته لار موندلو کې ستونزې لرلې، او د نیپال لوبډلې په ګټه یې لار وموندله، چې وروسته په سوپر سیکس کې هم د عربي اماراتو ګټې ته په تمه وو چې هغوی زمبابوې ته ماتې ورکړه او افغانستان ته د نړیوال جام وتلو لپاره د آیرلېنډ څخه بریا پاتې شوه، چې په ننۍ لوبه کې يې آیرلېنډ ته ماتې ورکړه او نړیوال جام ته ووتله.

په ننۍ لوبه کې اصغر ستانکزي مسوولانه لوبه ترسره کړه، نوموړي د سخت فشار پر وخت په ۲۹ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې، چې ورسره په پای کې نجیب الله هم ښه ملګرتیا وکړه او ۱۷ منډې یې جوړې کړې.

همدا ډول ګلبدین نائب ۴۵، رحمت شاه ۱۲، سمیع الله شینواري ۲۷ او محمد نبي هم ۱۲ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې راشد خان غوره لوبه ترسره کړه چې نوموړي ۳ ویکټې ترلاسه کړې، همدا ډول دولت ځدراڼ ۲ او محمد نبي ۱ ویکټه ترلاسه کړه. راشد خان په دې درې ویکټو سره خپلې ټولې ویکټې ۹۹ ته ورسولې، چې شونې ده په پایلوبه کې د ویسټ انډیز په وړاندې ۱۰۰ ویکټې پوره کړي، چې د کرېکټ په تاریخ کې به چټکې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کول وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د