نړۍ

جرمني په افغانستان کې خپل د ځواکونو شمېر ۱۳۰۰ عسکرو ته پورته کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ وری، ۱۳۹۷): د جرمني پارلمان د حکومت هغه وړاندیز تایید کړ چې غواړي افغانستان ته اضافي ځواکونه ولیږي او شمېر یې د ۹۸۰ عسکرو څخه ۱۳۰۰ ته پورته کړي.

د جرمني د پارلمان غړو په اکثریت سره د حکومت پرېکړه تایید کړه چې غواړي په افغانستان کې د ناټو د بشپړي همکاري په عملیاتو کې د ځواکونو شمېر ۱۳۰۰ ته پورته کړي او وخت یې ورته تمدید کړي.

د رواني میاشتې په لومړیو ورځو کې د جرمني حکومت کابینې په افغانستان، مالي او عراق کې د خپلو پوځونو د پاته کېدو وړاندیز تایید کړی وو او وروستی پرېکړه یې پارلمان ته راجع کړې وه.

په افریقايي هیواد «مالي» کې هم جرمني ۱۰۰۰ امنیت ساتونکي پوځ لري چې د نوي تایید وروسته به ۱۰۰ نور هم ور اضافه کیږي، او همداسي په عراق کې به د امریکا په مشرۍ د ایتلاف برخه پاتې کیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

که څومره دا اشغال ګر ځواکونه زیاد شی هومره ورسره د افغانستان اوضاع خرابیګی نو اوس ټول خلک پدی باید پوه شی چی اشغالګر ځواکونه نه غواړی چی د افغانستان جګړه ختمه شی او دوی خپله اور ته لمن وهی ددی په هیله چی داسی یوه ورځ راشی چی ټول یرغلګر ځواکونه تباه او برباد شی او یو هم د افغانستانه روغ لاړ نشی.

محمد

جرمنی بد کوی چی نور ځواکونه افغانستان ته لیږی۰۰۰۰

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x