fbpx

درې ځله په افغانستان کې دنده ترسره کوونکي کاناډايي عسکر ځان او میرمن ووژله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): د تیرې پنجشنبې په ورځ د کاناډا د سپرینګ هیل ښار په یوه کور کې د یوه نارینه او ښځې جسدونه په سوځېدلي حالت کې وموندل شول.

د پولیسو د تحقیقاتو او راپورونه وروسته څرګنده شوه چې وژل شوی کس ۴۲ کلن «مارک ج پولین» دی، چا چې په افغانستان کې درې ځله دنده تر سره کړې.

د نوموړي په اړه ویل کیږي چې دوه ځله یې په کندهار کې پوځي دنده تر سره کړې او یو ځل په کابل کې پاتې شوی. په افغانستان کې د دندې پر مهال یې خپل نیژدې ملګری له لاسه ورکړی چې له امله یې په عصبي تکلیف اخته وو.

پولیسو ویلي چې دوی ته په یوه کور کې د اور لګېدني خبر ورکړل شوی وو خو کله چې د پيښې ځای ته ورسیده، یو نارینه او یوه ښځه تر سوځېدلو وروسته وژل شوي وه. پولیسو شک څرګند کړی چې نوموړی لومړی خپله میرمن وژلې او بیا یې کور ته له ځانه سره اور ورکړی.

که څه هم کاناډا د افغانستان څخه خپل پوځونه د کال ۲۰۱۴ په مارچ میاشت کې وایستل، خو د کاناډايي رسمي سرچینو او رسنیو د راپورونو سره سم په افغانستان کې د دندې تر سره کوونکو پوځیانو څخه یې لس سلنه په عصبي ناروغیو اخته شوي دي او تر تداوي لاندي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د