fbpx

أينسټاين او موټروان يې

ژباړه: غنچه ګل ارمان

البرټ أينسټاين (۱۸۷۹- ۱۹۵۵م) د شلمې پېړۍ وتلی فزيک-پوه وو چې د نسبيت نظريه يې وړاندې کړه. هغه پورې يوه کيسه تړل شوې، وايي چې کله يې دغه نظريه وړاندې کړه، نو د پوهنتونونو او علمي مرکزونو له خوا ور ته د علمي ويناوو له پاره بې شمېره بلنې راتلې.

يوه ورځ له خپل موټروان سره يوې وينا ته روان وو، مګر ډېر ستړی ښکارېد. موټروان يې ور ته وويل چې داسې ښکاري چې ته هم له دې ويناوو او ډېرو پوښتنو تنګ شوی يې. څنګه دې خوښه ده چې نن زه ستا پر ځای وينا وکړم؟ هسې هم زما ويښتان هم ستا غوندې جړ دي او په څېره کې هم ډېر ورته يو. بله دا چې ستا لسګونه ويناوې مې اورېدلي، او د نسبيت نظريې په اړه مې ستا ټولې خبرې زده دي.

په أينسټاين هم دا خبره ښه ولګېده. هماغه وو چې کالي يې سره بدل کړل او د ويناوو تالار ته يو ځای ننوتل.

موټروان ځغرد د وينا د مېز لور ته لاړ او أينسټاين چې د خپل موټروان کالي اغوستي وو، وروستي کتار کې کښېناست. وينا ډېره ښه پر مخ لاړه، مګر په پای کې يو کينه ناک پوهاند پاڅېد، او د نسبيت د نظريې پر ځای يې د “أينسټاين” د بندولو له پاره يوه نااړونده شيطاني پوښتنه وکړه.

“أينسټاين” وخندل او پوهاند ته يې وويل:

دا خو دې دومره ساده پوښتنه وکړه چې هغه وروستي کتار کې ناست زما موټروان يې هم ځوابولی شي.

هماغه وو چې “موټروان” پاڅېد او د پوهاند شيطاني پوښتنه يې ځواب کړه.

درس

د ځينې کسانو عادت وي چې پوښتنې د پوهېدنې له پاره نه، بلکې د بندونې له پاره کوي. په داسې وخت کې د دې اړتيا وي چې که سړی نه پوهيږي، په داسې طريقه شاتګ وکړي چې د سړي خپل حيثيت هم خوندي پاتې شي او د مضرې حشرې خوله هم بنده شي. استاذي يوازې علم ته نه، بلکې د خبرو اترو او ويناوالۍ مهارتونو ته هم اړتيا لري. که غواړئ چې ښه استاذان او ويناوال شئ، دواړه ډوله وړتياوې جوړې کړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د