شعـــــرونه

غزل ـ تړون

تا چې په لاس کې په یو ځل کفري نړۍ ونیوه
 ما هم په لاس کې درته خپله ککرۍ ونیوه

 تا مې د نفس وږي اس ته شنه واښه وشیندل
 خو ما یې لاسو کې قیضه د سرکشۍ ونیوه

 تا چې دا ډمه دنیا ښکلی کړه ارزانه دې کړه
 ما هم لمنه د سپیڅلې غریبۍ ونیوه

 خوب می لیده یوه بلا راځی مرۍ مې نیسي
 زه پرې لومړی شومه بلا مې له مرۍ ونیوه

 ما پیژندلی یې زما نه لوبه وړلی نه شې
 ما لاس کې غشې واخیست تا لاس کې روپۍ ونیوه

 داسې طوفان داسې سیلاب به دې په مخه کاندي
 که چيرته لار دې د تړون د شاعرۍ ونیوه

ننګرهار زندان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x