نظــر

افغانستان د نړيوال غربي فرهنګ او سياسي تسلط په لوی سمندر کې يوه ناتسخير شوې جزيره

ليکنه: (مولوي عبدالهادي مجاهد)

له تېرې يوې نيمې پېړۍ راهيسې غربيانو خپله اروپا، امريکا،د شرقي او جنوب شرقي آسيا هېوادونه، روسيه، چين، افريقا، عربي نړۍ، لوی هندوستان او د منځنۍ آسيا هېوادونه تر خپل فرهنګي او فکري تاثير لاندې راوستلي دي. د دغو هېوادونو ځينې يې لکه روسان له غرب سره ديني او فکري مشترکات لري. او نور يې په يو نه يوډول له غربيانو تأثر اخيستيی او د هغو په رنګ کې رنګ شوي دي. خو د دې هر څه په خلاف افغانستان او افغانان تر يوه حده د غرب له فکري او فرهنګي تأثيره ليرې پاتې دی چې دغه ليرېوالې هر وخت د غربيانو په خلاف په افغانانو کې د مقاومت او له هغو سر د پيوند نه اخيستلو روحيه پياوړې کړې ده.

غربيان د خپلو ديني، سياسي، اقتصدي، پوځي او فکري فرهنګي عزائمو له مخې د افغانستان په څېر په جيوپولوټيک او ستراتېژيک لحاظ يو مهم هېواد پداسې يو حالت کې نشي زغملی چې هلته دې دغربي قوانينو په عوض اسلامي شريعت د ټولنې ژوند تنظيموي، په سياسي لحاظ دې اسلام حاکم وي، او له نړيوالو سره دې دغرب نه بلکې د اسلام د معيارونو پر اساس تعامل کوي، په شعوري او عملي لحاظ دې هلته خلک د اسلامي جهاد لپاره وړتيا ولري، او جهاد، استشهاد، د بشري ژوند لپاره اسلامي لېدلوری، اسلامي اخلاق، له کفارو سره دښمني او له هغوئ کرکه، د اسلامي نړۍ د وحدت تصور او د غرب له سياسي او فکري منظومې څخه د آزاد اوسېدلو تصور دې د دې هېواد د خلکو د فکر او فرهنګ منځپانګه تشکيلوي، او د غربيانو سياسي او پوځي تسلط ته دې نه تسليمېږي.

د پورته يادو شويو عواملو له امله غربيان افغانستان د خپل فرهنګ او سياسي تسلط په خپل لوی سمندر کې د يوې نا تسخير شوې جزيرې په حيث نشي منلي. نو ځکه خو يې د دې جزيري د فتح کولو او تسخيرولو لپاره تر دوه زره مليارده ډېر ډالر مصرف کړل او لا يې مصرفوي. او تر هغه به دلته د پاتې کېلو کوښښ کوي چې يا هدف ته ورسېږي، او يا هم دلته يو داسې قوي فکري، اقتصادي او عسکري ځواک تبارز وکړي چې غرب پر هغه باندې له غالب کېدلو نا امېده شي او ساحه پرېږدي، چې متأسفانه تر اوسه د دغه ډول يوه حقيقي سياسي او عسکري قوت د تبارز څه نښې نه ليدل کېږي که څه هم چې طالبان د يوه اسلامي مسلح مقاومت په حيث د غربي قواوو په خلاف له تقريبا تېرو دوو لسېزو راهيسې د خپل توان تر حده په سياسي او پوځي مقاومت مصروف دي.

د دې لپاره چې غربيانو په افغانستان کې هم په خپله ګټه ژور تغييرات راوستلي وي او دغه نا تسخير شوې جزيره يې هم تر خپل پوځي، سياسي، فکري او سايکالوژيکې تسلط لاندې راوستلې وي نو له اشغال سره سم يې مهم او خطرناک اقدامات تر سره کړل او د خپل پراخ سياسي، تعليمي، فکري او فرهنګي فعاليت او پراخو مصاريفو له لارې لاندې مهم او خطرناک نتائج لاسته وروړل:

۱- په افغانستان کې يې يو سيکولر او په غرب پورې تړلی نظام قائم کړ چې دهغه له لارې يې د افغاني ټولنې هر څه تر خپل تأثير لاندې راوستل.

۲- د افغانستان پر زمکه او فضا يې خپل تسلط ټينګ کړ. سايبري فضا يې د مخابراتي وسائلو او ټاورونو په توسط اشغال کړه، او د تأثير او پيغام رسونې ټول وسائل او ادارې يې په خپله ګټه عيارکړل.۳۲- په سياست، نظام او قوانينو کې يې د دين د حاکميت مخه ونيوله او پرته لدې چې د سېکولرېزم نوم ورباندې کېږدي سياست، نظام، قوانين او د ټولنې فکري او اجتماعي تشکيلول يې د سيکولرېزم په روحيه عيار کړل.

۳- داسې خلک يې پر هېواد مسلط کړل او د هېواد چارې يې ور وسپارلې چې د ډالرو او منصب په بدل کې له ديني ارزښتونو، آزادۍ،او خپلوالۍ تېر شول. غدر ، خيانت، غلاوې، اخلاقي او مالي فساد، د اشغالګرو ملګرتيا، د خپل ولس په خلاف جنګېدل، د آزادي غوښتونکو مجاهدينو په خلاف جګړه، د اشغالګرو په ګټه د قوانينو تصويبول او د هغوئ په هر ډول جناياتو سترګې پټول يې وکړل.

۴- هغه جهادي رهبران چې يو وخت کې يوازې افغانانو نه بلکې ټول ورڅخه دا توقع کوله چې د جهاد په نتيجه کې نه يوازې دا چې په افغانستان کې اسلامي نظام جوړ کړي بلکې په ټوله دنيا کې محکومو او مظلومو مسلمانانو ته د آزادۍ او جهاد الهام ورکړي غربيانو او امريکا هغوئ په خپلو استخباراتي، سياسي، رواني، عسکري او مالي نيرنګونو دومره وړوکې، ذليل او د خپلو ارمانونو له بامه داسې راکښته کړل چې اوس يوازې پدې قناعت کوي چې په يوه غلام، اجير او سيکولر پارلمان کې د وکيل کېدلو لپاره په کمپاين کولو او له سيکولرو احزابو او اشخاصو سره پر ائتلاف کولو هم اکتفا کوي، او د دې لږ څه په مقابل کې د هغه نظام تر څنګ او يا ترسيوري لاندې درېږي چې اشغالګرو غربي کفارو جوړ کړی، او همهغوئ يې د خپلو مقاصدو لپاره کاروي. پدې کار سره امريکا ټول پخواني جهادي تنظيمونه يې بلا استثناء په سيکولرو او دېموکراسي پلوو تنظيمونو تبديل کړل او د مجاهدينو په خلاف يې په خپل صف کې ودرول.

۵- د افغانستان ټول تعليمي نصابونه يې په تدريج د غرب د اهدافو او ارمانونو د تر ترسره کولو لپاره عيار کړل، او يو داسې نسل يې تربيه کړ چې ډېرو افرادو او ټولنو ته يې تر اسلامي ارزښتونو غربي ارزښتونه اهميت لري او هغو ته خپل التزام او وفاداري ښيي. پدې کار سره غربيانو د افغاني ټولنې د يوې لويې برخې فرهنګ او اجتماعي ارزښتونه ور تبديل کړل، چې د دې پديدې منفي تأثيرات به لا وروسته نور هم په قوي شکل تبارز کوي.

۶- په ټولنه کې يې اعتقادي، اخلاقي او اداري فساد ته رواج او علنيت ورکړ.

۷- افغانه ټولنه يې په قومي، ژبنيو او سياسي بنسټونو ووېشله او پرګنې یې د دې پرځای چې د دښمن په مقابل کې ودرېږي يو دبل په مقابل کې ودرولې.

۸- پخواني کمونستان او د الحادي افکارو پلويان يې دا ځل د دېموکراسۍ تر چتر لاندې بيا راټول کړل او په بېلابېلو دولتي او مؤسساتي ارګانونو کې يې په کار وګومارل، او په هېواد کې يې د سياسي فعاليت زمينه ورته برابره کړه.

۹- د روشنګرۍ، هيومانيزم (الحاد)، رېشنلزم (د وحيي په مقابل کي د عقل درول) او آزاد تفکر تر نامه لاندې يې د غرب د لبرالو او الحادي نظرياتو، دين دښمنه فلسفو او فکری مذاهبو د خپرلوو لپاره يې فکري او ادبي ټولنې رامنځته کړې، او له دين او ملي ارزښتونو ناخبره نوي ځوانان يې ورکې ښکار کړل، او د دين په مقابل کې يې ودرول.

۱۰- د افغانستان په تاريخ کې يې د اول ځل لپاره (مسيحي اقليت) را منځته کړ او ډېر مرتد شوي افغانان يې ورکې د افغانستان په داخل او خارج کې بسيج کړل او مسيحيت ته په دعوت يې وګومارل چې دې کار ته تر بل چا زيات د اشرف غني نصرانۍ ښځې رولا غني او او دهغې نصراني ټيم په ارګ کې پوخ سنګر نيولی.

څه کول پکار دي؟

د دې لپاره چې په جهادي لوري کې له غربي تسلط څخه د افغانستان د خلاصلولو په مقصد د واقعي قوت عوامل پيدا شي، او لکه څنګه مو چې اسلامي ټولنه د کفارو له پوځي اشغاله آزادول غواړو د هغوئ له فکري اشغاله يې هم آزاده کړو جهادي صف په تعليمي، فکري، سياسي او اجتماعي مجالاتو کې د سطحيت له ليدلوري وتلو او د مبارزې د دوام لپاره د ستراتېژيک تفکير او د فکر، فرهنګ او تعليمي نصابونو په ډګرونو کې دقیقو، سنجول شویو او د تطبیق وړ اقداماتو خپلولو ته ضرورت لري چې کېدی شي د دغه ستراتېژيک تفکير ځينې اساسي خطوط په لاندې ډول وي:

۱- داسې يو د ديني تعليم نصاب بايد تيار او تطبيق کړي چې د دې زماني د ديني او او فکري ضرورتونو د ځواب ويلو وړتيا ولري. او مفردات يې بايد د داسې باتجربه، انقلابي، د زمانې له سياسي، عسکري، فکري او ديني نبضه باخبره او د مبارزې په استراتېژۍ د پوهو علماوو لخوا تعيين شي تر څو په ملايي او مدرسه يي بهير کې د جهاد، نظام جوړونې، ولس پالنې او اصل اسلام ته د بېرته ورګرځېدنې روح ور پو کړي. ترڅو چې دغه ډول پوخ او ستراتېژيک تعليمي ديني رامنځته نشي کېدی شي نور خلک له موږ څخه زموږ د ولس لويه برخه خلک په فکري لحاظ اغوا او په پرديو افکارو ، نظرياتو او عقائدو يې قانع کړي. او علت به يې هم دا وي چې موږ په مطلوب شکل او د عصر په مفهومه ژبه خلک نه وي مخاطب کړي.

۲– د هغه نظام او هغو سياسي او فکري جهتونو د مقابلې لپاره باید جدي، هر اړخيز او مسلسل کوښښ او مبارزه وشي چې په بېلابېلو ډولونو د کفارو د سیاسي، اجتماعي او فلسفي افکارو د خپرولو تر شا ولاړ دي. او دا ځکه چې که دوئ په اسلامي ټولنه کې د پرديو د افکارو د خپرولو لپاره په پراخ ډول د کار تر شا ولاړ نه وي نو دښمن مو په مخامخ ډول هر فرد نشي مخاطبولی، او نه مو د ټولنې ډېر خلک تر خپل تاثير لاندې راوستلی شي. د دغې مقابلې لپاره په جهادي صف کې د پوځي او فکري مقابلې د وړتیاوو پیدا کول تر ټولو ضروري کار دی.

۳– د ديني او دنياوي تعليم له دواړو نصابونو څخه باید په پوره زیرکتيا او جديت ټول هغه مفردات او مضامین ووېستل شي چې د کفارو له فکر، فرهنګ، سياست او د هغو له اجتماعي او فلسفي ارزښتونو سرچينه اخلي او زموږ نوي نسل ته له هغو سره پيوند ورکوي.

۴ – د ديني او دنیاوي تعلیمي مؤسسو او مدارسو په نصابونو کې باید د کفر او ګمراهۍ د معاصرو ډولونو، اشکالو او نظریاتو لکه کمونيزم، سیکولرزم، ډیموکراسۍ، ليبرالیزم، هیومنیزم،نشنلزم، ګلوبلایزیشن، وضعي قوانينو او د غرب له لوري د جوړ شوي معتدل اسلام د رد اړه مضامین داخل کړای شي، او په معقول، مدلل او مؤثر ډول تدریس شي.

موږ باید په خپلو نصابونو کې د خپلو لوستونکو لپاره د کفارو د عقيدوي، سياسي او اخلاقي انحطاط معاصر او ښکاره مثالونه وړاندې کړو، تر څو کفار زموږ نوي نسل ته د آيډیل او مقتدا په حيث نه بلکې د داسې خلکو په حیث ورښکاره شي چې باید هدایت ورورسول شي او له کفر څخه يې نفرت وشي. او دا کار ځکه ضروري دی چې نن غرب کوښښ کوي چې د مسلمانانو نوي نسل ته خپل ځان د مادي او صنعتي پرمختګ د مجال تر څنګ په اخلاقي او فرهنګي مجال کې هم د يوې غوره نمونې په ډول وړاندې کړي.

۵ – د مېډیا، ټولنیز ارتباط د وسائلو او د ژورنالیزم مؤثر استعمال پدې لاره کې تر ټولو مهم کار دی. او دا ځکه چې دغه ذرائع په دې زمانه کې د پیغام رسولو او د اجتماعي ذهنیت د تشکیل مهم وسائل دي، او په یوه ځل په مليونونو انسان مخاطبوي او په هغوئ کې مثبت او یا منفي تحول راولي. غرب د همدغو وسائلو له لارې ټوله نړۍ مسحوره کړې ده، او په پراخه پیمانه يې د نړۍ ولسونه تر خپل تأثیر لاندې راوستلي دي.

د امریکا په مقابل کې چې جهادي صف تر یوه حده د پيغام رسولو معاصر وسائل وکارول که څه هم چې په ډېر مسلکي شکل او په پراخه پیمانه نه وو خو بيا يې هم په نړۍ کې د غرب جادو ورماته کړه، او د همدغو وسائلو له لارې يې نړۍ ته د خپلې بریا او د دښمن د ماتې شواهد وړاندې کړل.

۶ – د اسلام حقیقي تشریح او له هغه څخه د خرافاتو او انحرافاتو څنډل او له نورو نظریاتو سره د هغه د پیوند کارۍ مخه نیول بل هغه مهم کار دی چې د جهادي نظريې او اسلامي فکر خاوندان باید ورته د خپل کار په اولویاتو کې ځای ورکړي. او دا کار ځکه ضروري دی چې کفار له همدغو عواملو څخه د اسلام په بدنامه کولو او په هغه باندې د نویو نسلونو د باور د کمزوري کولو لپاره کار اخلي.

نن ورځ په اسلامي نړۍ کې او هم په افغانستان کې ډېر داسې څه د اسلام په نامه خپاره شوي چې هغه له ريښتينې اسلام څخه ډېر لرې دي. او هم له داسې ډېرو مهمو اسلامي اعمالو او عقائدو خلک غافل شوي او يا يې ورته په اهميت نه دي کتلي چې هغه په دين کې د لوړې مرتبې اعمال او عقائد دي. نو په کار ده چې مسلمانان او بیا په خاص ډول د جهادي صف یوازې د کفارو جنګیالي په دښمنۍ ونه نيسي، بلکې اصلي دښمني مو باید د دښمن له نظریاتو سره وي. او هر هغه څوک چې د دښمن د افکارو ممثل وي هغه خپل دښمن وګڼو، او له هغه سره د مناسب تعامل لارې وپېژنو. پدې کار کې به تر ټولو ستر او مهم نقش د ديني علماوو وي. او د دې لپاره چې خلکو ته د اسلام حقيقي شکل د ښو بااستعداده علماوو له لوري ور وښوول شي پکار ده چې د علماوو د نوي نسل د روزنې په مقصد تعليمي نصاب او د هغه ښه تطبيق ته پوره توجه وشي. او د دې توجه د عملي کولو لپاره د يوه داسې عملي ميکانيزم رامنځته کولو ته ضرورت دی چې د زمانې اړتياوې او داهدافو اهميت ورکې رعايت شوې وي.

د دښمن د افکارو، نظرياتو، فرهنګ او د هغه د ملګرو او پيروانو خطر ځکه د هغه د پوځونو او جنګياليو تر خطره ډېر دی چې هغه خو به ماتې وخوري او وبه تښتې، خو افکار او ملګرې به يې په هر حالت کې دلته پاتې وي، او په سلګونو کلونه به دلته د اسلام او مسلمانانو په خلاف په يوه او بل ډول فعاليتونه کوي او په هر نسل کې به يوه برخه خلک د اسلام او اسلامي نظام په خلاف دروي.

او په پای کې د جهادي صف مسؤولينو او د اسلامي مبارزې ټولو لارويانو ته عرض کووم چې که د جهاد او اسلامي مبارزې ديني، فکري، تمدني او اجتماعي ابعادو ته پوره توجه او کار ونشي نو بيا به هم د افغانانو د جهاد او پوځي مبارزې لاسته راوړنې هماغسې د دښمنانو د توطيو په نتيجه کې له لاسه ځي لکه څنګه چې د انګرېزانواو روسانو په مقابل کې د دې ولس جهادي او پوځي لاسته راوړنې له لاسه لاړې، او تر پوځي کاميابۍ وروسته بيا د دښمنانو د توطيو ښکار شوو، او هېڅکله د يوه ريښتينې اسلامي نظام خاوندان نه شوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدنعیم سادات

محترم مجاهد صاحب ، ستاسی لیکنی ‌‌‌‌‌‌ډیری عمیقی او د قدر وړ دی او زموږ د ټولنی ‌‌‌‌‌‌د ډیرو رنځونو د علاج دارو پکی شته . خو ما غوښتل چی ستاسی پام یوی خبری ته راواړوم هغه داچی زموږ ټولنه د اسلام د مبارک دین وروستی جزیره نه ده بلکی دا ټولنه د عنعنویت چی محمد ص موږ ته د [جهالت ] په نامه تعریف کړی یوه جزیره ده . او له بلی خوا بیا د غرب څخه ما‌‌‌‌‌‌ډرن یا نوی شوی همدا عنعنویت یعنی جهالت را روان ده او غواړی چی دا زوړ عنعنویت ما‌‌‌‌‌‌ډرڼ یا نوی کړی یعنی… نور لوستل »

سلامت خان

محترم سادات صاحب! الله تعالی مو ښه لره. له تبصرې مو داسې ښکاري چې د بې شريعته عنعنويت او غربګرايۍ دواړو په خلاف ياست، خو په تبصره کې مو د افغاني ټولنې په اړه په حکم کولو کې ترخه درڅخه يو څه ډېر زيات شوي دي. دا سمه ده چې زموږ په ټولنه کې به په عامو خلکو کې د ديني معلوماتو کموالی او رواجيت خواته يو څه ډېر رجحان وي، خو په اسلامي سلوک او اسلام ته په التزام او وفادارۍ او له هغه په دفاع کې ساری نه لري. ستاسو محترم دا حکم به ورباندې علی الاطلاق هېڅکله… نور لوستل »

غوربندی

سادات صاحب

زمونږ د ټولنې په اړه د داعشي نااهله ځناورو لیدلوری کټ مټ ستاسو له طرز تفکر څخه خړوبیژي.

ستاسو په ډول اګاه شخصیت څخه دداسې قضاوت کولو تمه نه کیژي.

افغانانو د موقفګیرۍ په تړاو تل د حق څنګ نیولی او باطل ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې دي.

الجاج استاذ بیانزی

سلامت خان صاحب سلامونه و نیکی هیلی مو ومنۍ ! مونږ د مجاهد صاحب ښکلی لیکنه او ستاسی ښکلی تبصری ولوستلی هر یو په خپل ځای ډيری خوږی او معقولی څرګندونی کړی ، زما زړه یی باغ باغ کړو هیله مند یی کړم ، د مجاهد صاحب په لیکنه کی خو له مثبتو غیره منفی یوه خبره هم نه وینم د چا خبره زما د زړه او تفکر خبری یی لیکلی الله ج دی اجرونه او تر دی لا زیات توفیق او حوصله ورکړی چه په دی ښکلو لیکنو زمونږ مظلوم اولس تل له حقایقو خبر وساتی . د سادات… نور لوستل »

محمدنعیم سادات

محترم سلامت خان صاحب ، بیانزی صاحب او غوربندی صاحب لومړی سلامونه وړاندی کوم او دوهم دا چی زه د مولوی صاحب شخصیت ته ‌‌‌‌‌‌ډیر درناوی لرم او همیشه د مولوی صاحب لیکنی ‌‌‌‌‌‌ډیر په مینه لولم او همیشه ‌‌‌‌‌‌ډیر څه ترینه زده کوم . خو که د پورته یادی شوی مسلی په باره کښی ووایم نو د فارسی ژبی متل دی چی وایی [ هر نقطه جایی و هر سخن زمانی دارد ] دلته ددی ځای نه وو چی ما باید دا تبصره کړی وای .

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x