fbpx

محمد بن سلمان: په سعودي کې ډېر قیودات د اسلام څخه نه دي، علماو ته مي قناعت ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اوس مهال په امریکا کې دی، تېره ورځ یې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریالانو او لیکوالانو سره په لیدنه کې وویل چې د سعودي وروستي اصلاحات د دیني علماو سره تر اوږده بحث وروسته ممکن شول.

نوموړي هغو دیني عالمانو ته اشاره ونه کړه چې حکومت له لوري د سیاسي او دیني نظر لرلو له وجې بندیان شوي دي، خو وې ویل چې ما د علماو سره تر ډیرو بحثونو او هڅو وروسته هغوی ته قناعت ورکړ تر څو په ټولنیز عام ژوند کې زما اصلاحات ومني.

نوموړي وویل، پر ښځو بندیزونه او قیودات زمونږ د اسلامي عقیدې برخه نه ده.

او زیاته یې کړه، د دیني علماو سره زمونږ بحثونه ډیرې مثبتې پایلې لرلي دي، ورځ په ورځ په دیني طبقه کې زمونږ ملګري زیاتیږي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سعودي حکومت نه یوازي سینما او هلته د ښځو او نارینه وو پر ګډ تګ باندي پابندي لیري کړه، بلکې د ښځینه او نارینه وو تر منځ یې د موسیقي ګډو محفلونو جوړولو ته هم اجازه ورکړې ده.

د محمد بن سلمان په مشري د سعودي حکومت غواړي خپل د تیلو اقتصاد متنوع کړي ، داخلي او بهرني سیاحت ته لاره پرانیزي او د غربي هیوادونو څخه پانګوال په سعودي کې پانګونې ته وهڅوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د