افغانستان

د نوي ملیشې پیل له کندهاره کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): د امریکايي ولسمشر ټرمپ د ستراتیژي وروسته ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې به د ۲۰ زرو په شمېر د ملي اردو تر قوماندې لاندي نوې ملیشه جوړیږي، چې هدف به یې د هغو سیمو ساتنه وي کومې چې دولتي او امریکايي ځواکونه د طالبانو څخه نیسي.

د کندهار د ولایت د مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د کندهار والي زلمي ویسا د امنیه قومندان جنرال رازق، ملي امنیت رئیس جنرال قدر محمد قدر او د ۲۰۵ قول اردو مرستیال ډګورال عبدالرحمن پرواني سره د لیدنې پر مهال خبر ورکړ چې په کندهار کې به د ملي اردو سیمه ییز ځواکونه جوړ شي چې لومړی پيل به یې د ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ څخه کیږي.

دواړې ولسوالي له مخکې لا د دولتي ځواکونو په ولکه کې دي.

ویسا وویل چې د نوي ملیشې جوړولو لړۍ به وروسته د کندهار نورو ولسوالیو او ولایتونو ته وغځول شوي چې په وینا یې د امنیت په ټینګښت کې به مهم رول ولري.

د نوموړي په وینا نوې ملیشه به په پوځي اکاډمیو کې روزل کیږي او بیا به د ملي اردو تر قوماندې لاندي په دندو ګمارل کیږي.

باید وویل شي چې تېر کال که څه هم ددغو ځواکونو خبر د لومړي ځل لپاره امریکايي رسنیو ورکړی وو، خو په رسمي ډول اعلان یې د چهارشنبې (۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) په ورځ د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وکړ او وې ویل چې نوی ځواک به د اربکیانو سره توپير ولري.

نوموړي ویلي وه چې ددغه ځواکونو شمېر به شل زره وي او قومانده به یې د ملي اردو برحاله افسرانو په لاس کې وي.

د نوموړي په وینا د نویو منطقوي ځواکونو طرحه ولسمشر اشرف غني هم تایید کړې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close