
اسحق ګیلاني: احساساتي کیږئ مه، زما وینا واورئ / ویډیو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): وروسته تر هغه چې په افغانستان کې تر سختو نیوکو لاندی راغی، د افغانستان د ملي پيوستون نهضت ګوند مشر پير سید اسحق ګیلاني د خپل ګوند پر فیسبوک پاڼه باندي هغه ویډیويي وینا خپره کړه چې په کښي ویلي یې وه، هندوستان د افغانستان له خاوري څخه د پاکستان پر ضد ګټه اخلي.
نوموړي اسلام اباد ته د سفر پر مهال د پاکستانیانو سره په یوه کانفرانس کې ګډون کړی وو او د هغوی په وړاندي يې اعتراف کړی وو چې د هندوستان حکومت د افغانستان په حکومت او بهر کې د ځینو خلکو څخه په استفادې په پاکستان کې لاسوهنه کوي چې په وینا یې دغه زمینه هم پاکستان ورته برابره کړې.
نوموړي په افغانستان کې د پاکستان او هندوستان تر منځ په پرتله کې وویل چې دواړه هیوادونه په افغانستان کې یو سفارت او درې کونسلګرۍ لري، خو هندوستان افغانستان ته څلور پروازونه لري، په داسي حال کې چې د پاکستان پي آی ای په اونۍ کې دوه پروازه لري او هغه هم کله وي او کله نه.
نوموړي وویل: «دا چې هندوستان افغانستان یوز کوي، (کاروي) او د افغانستان له خاورې نه د پاکستان پر ضد باندي استفاده کوي، دې کې شک نشته دی، هغوی دا کار کوي، ولې ددې موقع ولي ورکړل شوی دی؟ دا ولي دغسی یو حال راغلی دی چې د افغانستان حکومت، او یا یو تعداد کسان هندوستان ته دا موقع برابره کړي چې په پاکستان کې لاسوهنه وکړي..»
د نوموړي وینا په لاندي ویډیو کې وګورئ:
باید وویل شي چې پاکستاني چارواکو او سیاسي شخصیتونو تل تور پوري کړی چې د هندوستان استخبارات د ګاونډي هیواد افغانستان څخه په استفادې په پاکستان کې لاسوهني کوي او په پاکستان کې د ازادي غوښتونکو بلوڅانو او نورو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي، خو د افغانستان حکومت تل دغه تورونه رد کړي دي.
ویل کیږي چې په همدې ناسته کې سید اسحق ګیلاني ویلي چې د بهرنیانو پر ضد د طالبانو جنګ د روس پر خلاف د پخوانیو مجاهدینو جهاد ته ورته دی، ځکه نو باید دوی ته مونږ په هماغه حیثیت قایل شو او د تروریست په نامه یې یاد نه کړو.
د افسوس خبره ده ،خو افسوس لکه ندی پکار چه د بل په غوجل لوی نو لغتی خو به خامخا وهی،دی خلکو کلونه کلونه د پنجاب په اخور شخوند وهلی که داسی ونه وایی بیا خو نمک حرامی ده،
مونږ د اسحق ګیلانی دریز د هغه په مرکو کی لیدلی ډیر معقول دریز او لید لوری لری، د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره خو د لمر په شان هر چاته او خپله دد غه اداری غړو او بادارانو، نړیوالو او هیوادواولو ته په ډاګه ده چه لمړی دغه اداره له بهره جوړه شوی او د یوی فاحشی په شان د امریکا او ناتو په ډولی کی میکپ شوی دی هیواد ته د امریکا د څوک لکو فوځیانو ، ټانکو او الوتکو په بدرګه راوړل شوه او د پرچی په زور په دغه مظلوم اولس وتپل شوه ،… نور لوستل »
…ګیلانی دپنجابک له غلامی لاس وانخیست
………. ګیلانی دپنجابک له غلامی لاس وانخیست
اقبال صاحب هم خه وائي. اقبال خان د اسحق ګیلانی سره مینه لری، همدا وجه ده چه ځینی وخت د اقبال د نوم تر څنګ د اسحق نوم هم کاروی، خپل اصلی نوم هم ځینی وخت کاروی. نوکری او غلامی، نوکری او غلامی ده، فرق نلری څه د غرب غلامی څه د پاکستان غلامی. اقبال خان فقط اسحق ګیلانی ته اجازه وررکړېده چه د پاکستان غلامی وکړی، د پاکستان غلامی په حقیقت کی د انگریز غلامی ده. اقبال خان فقط په خوله ادعا لری چه د انګرېز سره ئې نده جوړه خو په حقیقت کی اسحق ګیلانی غوندی د پاک-… نور لوستل »
غ.حضرت صاحب.د ستا صفا او معقولی تبصری دستاینه وړ دی،افرین ستا په معقولو ځوابونو او تبصرو.دسپینی خبری کړل زړورتیا او جراعت غواړی.د سپینی خبری اود معقولو ځوابونو وړتیا لری.په دا سره روژه کی له الله ج څخه درته روغ صورت غواړم.الله ج د هر ارمان پوره کړه.بریالی اوسی