نړۍ

پاکستاني طالبانو غوښتل الوتکه وتښتوي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د الوتکو په ستر هوايي ډګر تېره شپه طالبانو ډلییز برید وکړ.

 دغه برید چې پنځه ساعته يې دوام درلود په کې  ۲۷ کسان ووژل شول.

پړه يې پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې، دوی ویلي چې هدف يې د الوتکې تښتول و.

شاهد الله شاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي: « مهم هدف مو  پاکستاني حکومت ته ځاني او مالي نقصان رسول او د الوتکې تښتول و».

ده زیاته کړې: «دا برید نمونه وه، له دې وروسته به تر دې نور ستر بریدونه کوو. حکومت دې  نورو بریدونو ته چمتو وي.»

په دغه خونړۍ حمله کې ۱۰ نظامیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

طالبانو په کراچۍ ښار کې تر دې دمخه  د بحري ځواکونو پر یوې مهمې قرارګاه قوي برید کړی و، دوی ویل چې  دغه برید  د  اسامه بن لادن د وژل کېدو غچ و.

“تر هوايي میدانه رسېدل”

پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه د هوايي میدان د امنیتي ځواکونو یونیفارم اغوستي و، دوی جعلي کارتونه په کومک هوايي میدان ته ننوتل. دغو ۷ تنو سره اتومات توپکې، راکټونه او ګرنیډونه وه.

چارواکي زیاتوي چې وسله وال د هوايي میدان ته تر ننوتلو ورسته په دوه ډلو وویشل شول، یوې ډلې د «فوکر» نومې دروازې پر لور ډزې پیل کړې، بله ډله د مالونو د بارولو په ترمینل کې پاتې شوه.

هندي پېچکارۍ

پاکستاني چارواکي وايي چې د وژل شوو بریدکوونکو څخه یې هغه پېچکارۍ موندلي چې یواځې  هندي پوځ یې استعمالوي او  په عام بازار کې نه موندل کیږي.

ډاکترانو تر څېړنو وروسته ویلي چې دغه ډول پېچکارۍ د وینې د درولو لپاره کارول کیږي.

د هند لومړی وزیر تر ټاکنې لا دوه اونۍ نه دي تېرې شوي، چې کراچۍ تر سختو بریدونو لاندې راځي.

د نریندر مودي د هند د سخت دريځي ګوند «بهارتیا جنتا پارټۍ» ګوند مشر دی، چې په دې وروستیو اونیو کې په هند کې ټاکنې وګټلې.  پاکستاني رسنۍ د نریند مودي او ګوند په خلاف په پراخه مټ تبلیغات کوي او نوموړی د پاکستان سر سخته مخالف ګڼي.

داسې  راپورونه هم ورکول کیږي چې په برید کې هندي وسلې  استعمال شوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار وايي له بریدګرو چې کومې وسلې  پاتې شوي، اشاره یې یو ځانګړي هېواد پر لوري کیږي. نثار  صراحتاکوم هېواد په ګوته نه کړ، خو اشاره یې د هند پر لور وه. پاکستان لا اوس هم د برید په اړه شکمن دی، چې دا طالبانو کړی که هند؟

وروستي راپورونه

د کراچۍ هوايي میدان  تر برید وروسته د مساپرو په مخ تړل شوی و،  الوتنې او پروازونه منسوخ شوي وو.  لږه شېبه مخکې د سختو امنیتي تدابیرو نیولو وروسته هوايي میدان د الوتنو لپاره خلاص شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x