افغانستان

یوناما د هلمند پرونی برید وغانده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تیرې ورځې موټر بم برید په کلکو ټکو وغانده او دا یې د راتلونکي احتمالي سولې پر وړاندي خنډ وباله.

تېره ورځ ماښام د لښکرګاه په ښار کې د یوه لوبغالي مخته هغه وخت چاودنه وشوه کله چې د نوروز په مناسبت د غیږ ایستلو لپاره راټول شوي خلک د وتلو په حال کې وه.

د هلمند چارواکو وویل چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۵ تنه ووژل شول او تر پنځوس زیات نور ټپيان شول.

که څه هم ددغه پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو د دې تر مخه د نوروز په لومړۍ ورځ په پلازمینه کابل کې هم د نوروز لمانځونکې په نښه شول او مسؤولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست.

د یوناما مشر تدامچي یاماماتو په دغه مناسبت ویلي: « له اخلاقي پلوه، هغه برید چې ملکي وګړي له یوې سپورټي غونډې څخه د وتلو پر مهال په نښه کوي، ناوړه عمل دی، چې باید سمدلاسه ودرول شي».
نوموړي وویل په داسي وخت کې چې افغانستان د سولې په لټه کي دي، باید د ورته بریدونو مخنیوی وشي او د سولې لپاره هر اړخیزې هڅې د خنډ سره مخ نه شي.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې دغه برید یو جنګي جنایت بلل شوی چې په هیڅ توګه د توجیه وړ نه دی او باید مسؤولین یې محکمې ته را کش کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x