آیا سعودي خاندان له سلفي تفکر سره پریکون کوي؟

جیلاني پښتون

د سعودي عربستان ولي عهد محمد بن سلمان چې د امریکا په سفر دی له وشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې یې یادونه کړې چې په سعودي کې به ښځو ته نورې ازادۍ هم ورکړي او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې له څو لسیزو راپدیخوا حاکم محدودیتونه د اسلام برخه نه دي.

د محمد بن سلمان وروستي اقدامات څرګندوي چې سعودي خاندان دا ځل غواړي له خپل تاریخي مؤتلف (سلفي یا وهابي تفکر) سره جفا وکړي او د سیاسي یا اقتصادي ګټو لپاره یې قربان کړي.د دې موضوع په پس منظر د پوهیدو لپاره اړینه ده چې د سعودي خاندان او سلفي تفکر په تاریخي ملګرتیا لنډه رڼا واچوو.

د ۱۸ مې میلادي پیړۍ په نیمایي کې چې د جزیرة العرب مهمې ساحلي سیمې او حرمین شریفین د عثماني ترکانو تر واک لاندې و، عثمانیانو د عربي جزیرې د منځنیو صحرایي سیمو واک محلي قبایلي مشرانو ته پرې ایښی و چې له همدې امله که له یوې خوا ددې سیمو خلک د سیاسي مشرۍ له اړخه د قبیلوي سیستم رحم کرم ته پاته و له بلې خوا د دیني مرجعیت او قیادت تشه هم موجوده وه.

دا وخت په دې سیمه کې دوو خوځښتونو سر راپورته کړ، یو د محمد بن سعود سیاسي حرکت و چې غوښتل یې د سیمې واک تر لاسه او په ملوک الطوایفي ویشل شوي عرب قبائل تر یوه سیاسي چتر لاندې متحد کړي. دوهم بیا د شیخ محمد بن عبدالوهاب النجدي دیني اصلاحي حرکت و چې غوښتل یې په بدعاتو او خرافاتو کې ډوب عرب قبائل سمې لارې ته دعوت کړي. د محمد بن عبدالوهاب النجدي د حرکت په اړه ویل کیږي چې دا د عرب قبائلو د منحرف حالت په وړاندې یو طبعي غبرګون و، ځکه هغه وخت په عربي جزیره کې بدعاتو او خرافاتو داسې زور نیولی و چې د نجد په عیینه سیمه کې خلکو د زید بن الخطاب رضی الله عنه د قبر عبادت کاوه او په درعیه سیمه کې یوه ونه په دې مشهوره وه چې که به د چا اولاد نه کیده له ونې سره به یې نکاح تړل کیدله.

شیخ محمد بن عبدالوهاب خپل حرکت ته د سلفیت نوم ورکړ، دنوموړي فکر که څه هم د ځینو پخوانیو سترو عالمانو ( امام احمد ابن حنبل او شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمهما الله) له نظریاتو سرچینه اخیسته، خو ده د هغوی خلاف دا جرأت وکړ چې خپله منهج یې عملا  په اعتقادي برخه کې د اشعري او ماتریدي تفکر او په عملي برخه کې د څلورو منل شویو مذاهبو په مقابل کې ودراوه.

دغه دوه خوځښتنونه چې هر یوه د پراختیا او حاکمیت لپاره هڅې کولې د ۱۸ میلادي پیړۍ په نیمایي کې یې تر منځ سیاسي ازدواج یا ایتلاف وکړ چې په نتیجه کې یې په نجد کې د آل سعود لومړنۍ واکمني رامنځته شوه. دا واکمني چې سیاسي واک یې د آل سعود په لاس کې و په دیني برخه کې یې د محمد بن عبدالوهاب او النجدي فکر ته ژمنتیا درلوده او دپراختیالپاره یې هڅه کوله. په دې ډول د آل سعود او وهابي تفکر ملګرتیا او ګډه مبارزه پیل شوه.

د ۱۹ مې میلادي پیړۍ په اوږدو کې سعودي واکمني یو ځل د عثمانیانو په مرسته د مصر حاکم ابراهیم باشا او دوهم ځل د ابن رشید کورنۍ لخوا له واک څخه وغورځول شوه، خو دشلمې پیړۍ په پیل ۱۹۰۲ میلادي کال کې پاچا عبدالعزیز د ریاض په نیولو سره یو ځل بیا سعودي واکمني رامنځته کړه چې وروسته یې ټول نجد ونیو په درعیه کې یې د ابن رشید مخالفې قبیلې ته شکست ورکړ  په ۱۹۲۴ م کې یې د انګریزانو په مرسته حجاز هم ونیو او د حرمینو شریفینو واک یې ترلاسه کړ، تر دې چې په ۱۹۳۰ م کال کې یې د جزیرة العرب په اکثرو سیمو په تسلط حاصلولو سره د یوه متعارف ملي دولت په حیث ظهور وکړ، چې تر اوسه پورې د المملکة العربیة السعودیة په نوم د نړۍ د سیاسي نقشې برخه ده.

سعودي حاکمان چې له پیله یې دیني مفکوره او شریعت ته التزام درلود په لومړیو کې یې له استعمار سره هم سرسخت مخالفت درلود او عثماني ترکان یې هم د غربي استعمارګرو له ډلې بلل، خو له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په ځانګړي ډول له انګریزانو سره د یو لړ توافقاتو نه بعد سعودي واکمنو استعمار ضد حساسیت هم پریښود او له غربي لویو استعمارګرو سره یې توده یارانه پيل کړه چې تراوسه دوام لري.

که راشو وهابي یا سلفي تفکر ته، له ۱۹۳۰ م څخه بیا تر ۱۹۴۰ میلادي پورې وهابي تفکر د سعودي حکومت په تعلیمي، امنیتي او بیلابیلو حکومتي ادارو کې د نفوذ ځغلولو په حالت کې و تر دې چې دغه تفکر په لومړي ځل د یوه دولت د رسمي دیني منهج په حیث تبارز وکړ، له ۱۹۵۰ م نه تر ۱۹۶۰ میلادي کلونه چې په عربي نړۍ کې د ناسیونالیستي او سوسیالیستي افکارو د ودې کلونو وو او  په مصر، لیبیا، عراق او نورو عربي هیوادونو کې ځوانو ملت پالو او سوسیالیستانو پاڅونونه وکړل او پخواني شاهي رژیمونه یې رانسکور کړل، سعودي واکمنو د دې خطر د مخنیوي لپاره تر پخوا په قصدي او شعوري ډول د اسلامپالو لمن ونیوله او د وهابي تفکر د نشر لپاره یې لویه سرمایه ګذاري پیل کړه.

په اویایمو میلادي کلونو کې په عربي نړۍ کې سوسیالیزم حاکم تفکر بلل کیده او عرب روشنفکر د کمونیست مرادف ګڼل کیده،له همدې امله خو عرب واکمن مجبور و د کمونیزم د مخنیوي لپاره اسلامپال تقویه کړي، په دې لړ کې که د مصر حاکم انور السادات اخواني اسلامپال له زندانونو ازاد کړل، سعودي واکمنو بیا د سلفي افکارو د تشهیر هڅې څو برابره زیاتې کړې.دغه وخت چې سعودي د تیلو د صادراتو له درکه په یوه بډای هیواد بدل شوی و او تعمیراتي انقلاب یې په پیلیدو و د اسلامي نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه یو نیم میلیون کاریګر دې هیواد ته د مزدورۍ لپاره لاړل، دې فرصت سعودي واکمنو ته لاره هواره کړه تر څو سلفي تفکر چې څوکاله وړاندې یوازې د شاهي خاندان دیني منهج و، د نړۍ ګوټ ګوټ ته صادر کړي.

د سلفیت بیلابیل تعبیرونه چې له پخوا څخه پیل شوي وو دغه وخت په کې دوه نظریې مشهورې شوې وې چې یوه جهادي سلفي نظریه او بله هم دعوتي سیاسي نظریه. جهادي سلفي نظریه چې په اویایمو کلونو کې د اوج په حال کې وه، د سعودي واکمنو په شمول ټول عرب واکمن یې له اسلام څخه بې لارې او واجب السقوط بلل، په دې ډول هغه سلفیت چې سعودي واکمنو کلونه کلونه حمایه کړی و د دوی واکمني ته په جدي ګواښ بدل شوی و.

خو د اویایمو کلونو په پای کې په افغانستان د شوروي یرغل سعودي واکمنو ته زمینه برابره کړي چې د جهادي سلفیت له لومړني ګذار څخه ځان خوندي کړي، سعودي واکمنو د ټولې عربي نړۍ جهادي سلفي فکر درلودونکو ته زمینه برابره کړه چې د جهاد لپاره افغانستان ته لاړ شي، سعودي واکمنو د دې لپاره پراخ تبلیغات وکړل او ډیرې پیسې یې مصرف کړې او عرب مجاهدینو ته یې د سفر او تګ راتګ ټول ضرورتونه په ښه طریقه برابر کړل.

د افغانستان د جهاد وروستي کلونه هغه وخت چې صدام حسین کویټ اشغال کړ او سعودي واکمنو د ځان د دفاع لپاره د امریکا مرسته وغوښته، د سلفي مجاهدینو او سعودي واکمنو تر منځ بالقوه ټکر بالفعل شکل اختیار کړ، شیخ اسامه بن لادن رحمه الله له غربیانو سره د سعودي د ایتلاف مخالفت وکړ او سعودي واکمنو متقابلا نه یوازې له شیخ اسامه او د هغه له ملګرو د سعودي تابعیت واخیست بلکې هغوی یې په خپل تور لست کې شامل کړل.

دا وخت نو سعودي واکمن یوازې له هغو سلفیانو سره پاته شول چې د مسلح جهاد په ځای یې په دعوت باور درلود، د شاهي خاندان په پالیسیو یې غرض نه درلود، یوازې یې د شرعي احکامو نفاذ غوښت او د سعودي عربستان د دیني او تعلیمي ادارو واک یې په لاس کې و.

په دې مرحله کې سعودي عربستان که څه هم په سیاسي او پوځي برخه کې د لویدیځوالو ملګری و، خو په کور دننه یې د حجاب په شمول ډیری شرعي احکام په بشپړ ډول تنفیذ کړي و او دا هیواد د ځمکې د مخ یوازینی هیواد بلل کیده چې تر یوه حده په کې شریعت نافذ شوی و.

په سعودي حکومت کې د غیر سیاسي سلفیانو د پراخ نفوذ له برکته د دې هیواد له سرمایو څخه د دیني شعائرو د احیاء لپاره هم پراخه استفاده وشوه، د عصر له غوښتنو سره سم د حرمینو شریفینو پراختیا او انکشاف، د حجاجو کرامو بي ساری خدمت، د قر ان کریم د نسخو چاپ او د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسول، په بیلابیلو ژبو د قرآن کریم د تفسیر او د احادیثو د کتابونو چاپ او توزیع، دغه راز د خیریه مؤسسو په توسط د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له آفت ځپلیو خلکو سره بې دریغه مرستې د سعودي حکومت هغه کارنامې دي چې په حکومت کې د دخیلو اسلامپالو د هڅو محصول بلل کیږي.

دغه ډول اسلامي چارې هغه څه و چې سعودي حکومت ته یې دیني صبغه وربښله او دنړۍ مسلمانانو په خاص ډول سنيانو دې هیواد او واکمنو ته یې متفقانه احترام درلود او د نړۍ د مسلمانانو همدا عقیدت د سعودي شاهي خاندان د نړیوال پرستیژ او نرم ځواک اساسي عنصر بلل کیده.

خو په دې وروستیو کې سعودي حکومت په خاص ډول شاهزاده محمد بن سلمان چې راتلونکی پاچا بلل کیږي هڅې پیل کړي دي چې په حکومت کې د اسلامپالو واک محدود او په دې ډول غرب ماډله غیر اسلامي ازادیو ته لار هواره کړي.

د محمد بن سلمان دا اقدام په حقیقت کې د هغه توافق ماتول دي چې دوه نیم سوه کاله پخوا د لومړني سعودي حاکم محمد بن سعود او سلفي نهضت د مؤسس شیخ محمد بن عبدالوهاب النجدي تر منځ شوی و. که په شلمه پیړۍ کې له سلفیت څخه د سعودي واکمنو ابزاري کار اخیستلو ته نظر وکړو، هغه دا چې لومړۍ یې سلفي مجاهدین د کمونیزم په خلاف حمایه کړل خو وروسته یې د ترهګرو په نوم وځپل، نو دا ځل هم ممکنه ده چې سعودي واکمني له سلفي اسلامپالو سره همداسې معامله وکړي او د ټرمپ له هوسونو یې قربان کړي.

خو که دې ته وکتل شي چې سلفي اسلامي تفکر په سعودي حکومت او اولس کې ژورې ريښې لري شاید دغه کار د محمد بن سلمان لپاره اسانه نه وي او کیدای شي خپله یې د سقوط یا له واکه د محرومیدو سبب وګرځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلامت خان
میلمه
سلامت خان

ماشا‌ء الله ډېر پر حقيقت، واقعيت او انصاف ولاړ وصف او مضمون دی. کاش زموږ ټول ليکوالان همدغه ډول د يوځای، يو څه او يو چا وضعيت ښه درک کړي او بيا له هوی او تعصب ليرې منصفانه حکم ورباندې وکړي. الله تعالی دې يې ليکوال ته نور هم د انصاف او تنوير توفيق ورکړي.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زه هم د پشتون صاحب ، تاریخی او منطقی ارزونو ته کریدت ورکوم ، اموزنده معلومات یی لیکلی ، ډيری برخی یی مونږ ته نوی وی . مګر څه چه یی ماته ډیر خوند راکړو ډیر بیطرفانه معلومات او ارزونی یی پکی رآټولی کړی وی ، څه به زه هم ورسره ور اضافه کړم او هغه دا چه : تاسی د عثمانی خلافت څخه د دغو سیمو د جلاکیدو په اړه یوه طبیعی یا د خلکو خپله غوښتنه او ځپلی کړنی شمیرلی فکر کوم واقعیتونه او حقایق داسی وو چه انګریزان د هغه وخت د استعمارچیانو په راست کی قرار… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ښه معلوماتی لیکنه ده خو د تحلیل برخه ئې ډېره کمزورې ده. په لنډه توګه عرض وکړم: په هر سیاسی- عقیدتی- فکری مکتب کی، دښمن پېژنده، دوست پېژندنی غوندی د ډېر ارزښت څخه برخمنه ده خصوصاً د اسلام په رښتینی سیاسی- فکری ډګر کی د دښمن پېژندنه ډېر اوچت اهمیت لری. سلفیت!!! چه زه ئې د اسم د فلسفې سره سخت مشکل لرم، د حجاز په سرزمین کی د ډېرو جدی او جبران نه منونکو اشتباهاتو مرتکب شوه ځکه: اولاً داچه ځینی خرافات یوازی په حجاز کی نه وه خپاره بلکه په ټوله اسلامی نړۍ کی خپاره وه، ولی یوازی… نور لوستل »