په نني خبري کانفرانس کې د حکمتیار د وینا مهم ټکي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): د ګډحکومت سره پخلا شوي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وینا وکړه او د ځینو ژورنالیستانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل:

مهم ټکي:

* هیڅ څوک نشي کولای حزب اسلامي تجزیه کړي، د دغه ګوند اصول او اساس نامه ما خپله لیکلې او نوم یې هم ما خپله انتخاب کړی.

* په تاسف سره باید ووایو چې سیاسي احزاب د ملي بس او یا یوه هوټل په شان ګرځېدلي، چې هر سړی په خپله خوښه د ټولو اصولو او لایحو پرته د هغه د چلولو هڅه کوي.

* کوچنۍ او غیر معیاري سیاسي ډلې بې ګټې دي، ځکه چې دوی اکثریت د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره قومي او لساني اختلافونو ته لمن وهي.

* لویې جرګې په افغانستان کې ناکامي دي، هر وخت یې د مشخصو کړیو او مشرانو له خوا دایري شوې او بې ګټې ثابتي شوي دي.

* د اوسني بحران حل ټاکنې دي، د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید پر وخت او شفافه توګه تر سره شي.

* که د ټاکنو لپاره قوي اراده وي، هیڅ مشکل او خنډ به نه وي، دولت مکلف دی چې د ټاکنو بودیجه تامین کړي.

* اوسنی حکومت یو ایتلافي حکومت دی، په دغه حکومت کې ځیني کړۍ نه غواړي ټاکني تر سره شي.

* د ټاکنو لپاره د حزب اسلامي طرحه که عملي شي، هم به وخت کم واخلي او هم به لږ مصرف وغواړي، که دولتي چارواکي غواړي د بهرنیو د لاسوهنې پرته ټاکنې تر سره شي، باید مصارف یې له خپلې بودیجې ورکړي، د بهرنیانو څخه دي يې نه غواړي.

* د ملي وحدت په نامه حکومت د جګړې اصل اړخ دی، مونږ ددې حکومت سره موافقه نه ده کړې بلکې د نظام سره مو موافقه کړې، زمونږ توافق اوسني حکومت ته د مشروعیت ورکولو په معنی نه دی.

* طالبان دوه تقسیمه دي، یوه ډله یې جګړې ته مجبوره شوي دي او بله ډله یې د جګړې لپاره مامور شوي دي، او د هغوی ګټې په جګړه کې دي، ځکه نو د جګړې د ختمولو لپاره باید هغوی ته امن سیمي ورکړل شي او په کابل کې ورته سیاسي دفتر پرانیستل شي.

* طالبان نه باید د امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار وکړي، بلکې د ګډحکومت سره دي مذاکرات وکړي او د مذاکراتو په دوران کې دي د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

* واقعیت دادی چی سوله بدیل نه لری او دا جګړه ګټونکی نه لري. تیري ۱۷ کلنۍ تجربې وښوده چې هیڅ څوک جګړه نشي ګټلای.

* د سولې پلویان به بریالي وی او جنګ غوښتونکي به ماتیږي.

* پر بین الافغاني مذاکراتو دي توافق وشي.

* داسي یوه غیر جنګي سیمه دي را منځته شي، چې په هغې کې به هیڅ د کورني او بهرني وسلوال ځواکونه نه وي، ځمکه او فضا به یې خوندي وی، د وسلوالو مخالفینو مشران به د خپلو کورنیو په شمول د بشپړ مصؤونیت څخه برخمن وي.

* طالبانو ته د ځینو ولایتونو د پرېښودو په اړه ځیني مغرض کسانو زما خبرې تحریف کړي دي.

طالبان دي په کابل کې دفتر پرانیزي، لازم تسهیلات به ورته مهیا کیږي او د بشپړ مصؤونیت څخه به برخمن وي.

* د سولې په اړه د حزب اسلامي طرحه معقوله ده، د اشرف غني پر میز د بحث لپاره پرته ده، اکثره مادې يې منل شوي دي، سپینه ماڼۍ او پنټاګون یې هم ارزوي، بلکې پر همدې طرحې باندي د امریکا دفاع وزیر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره خبره هم کړي.

سرچینه: رسنۍ

د کابل نیوز ویډیويي راپور:

د حکمتیار د بشپړ خبري کانفرانس ویډیو:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د