کراچۍ :په 24ساعتونوکې دجیودخبریال په شمول 18تنه وژل شوي

karachi(نن ټکی اسیا) له سیمې نه په تازه ترلاسه شویو خبرونوکې راغلی په ۲۴ ساعتونوکې  د پاکستان دکراچي ښار په مختلفو سیمو کې دوسلوالو کسانو په ډزو کې دجیو نیوز خبریال ولی خان بابر په شمول ۱۸ تنه وژل شوي او زیات شمیر ټپیان دي .

دتیرې شپې له مرګونو پیښو وروسته دکراچي په ډیرو سیمو کې حالات نور هم خراب او کړکیچن شول ،دشپې له ۱۲ بجو وروسته دحسن اسکوائر سیمې ته څیرمه دوسلوالو کسانو په ډزو کې داې ان پي دمشر بشیرجان له زخمي کیدو وروسته وضعه نوره مخ په خرابیدو شوه هرخوا دوسلوالو کسانو ډزې پیل شوې چې له امله یې دقصبه کالوني سیمه کې څلورکلنه دعا فاطمه ۳۰کلن فرازالدین ۲۸کلن ځوان راشد انور او ۲۴کلن جاوید په مختلفو ځایوکې دنامعلومو افرادو په ډزو کې ووژل شول.

دکراچې په ښار کې ددو رقیبو ډلو اې ان پي او مهاجر قومی تحریک له لوری کله ناکله شخړې رامنځ ته کیږی چې په نتیجه کې یې همیشه دښار عام خلګ مړه او ژوبل کیږی .

دپاکستان امنیتي ځواک تراوسه نه دي توانیدلي چې دا کړکیچ په یو مخیزه توګه ختم کړی.

اکثر دسیاسو چارو شنونکي په دې نظر دي چې اصلا دپاکستان حکومت نه غواړي چې درنګه مزاحمتونه او کړکیچونه دي ورک شي

احمد بریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.