
په کابل کې پښتنو د حقوقو څخه د ملاتړو پر خیمې چاودنې مرګ ژوبله اړولې / انځورونه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): د پلازمینې کابل په اتمه امنیتي حوزه کې د پښتنو د حقوقو څخه د ملاتړ کوونکو ځوانانو پر خیمې چاودنه شوې چې له امله یې نهه تنه ټپيان او یو وژل شوی دی.
وژل شوی کس د پکتیکا ولایت ضیاء الدین نومیږي او انځور یې پر ټولنیزو پاڼو خپور شوی او د ټپيانو په اړه ویل کیږي چې سید شاه سقیم، عماد الدین دوران، اسراراحمد کریمزی او ورور یې په کښي شامل دي.
په کابل کې د ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی ته ۹ ټپیان ور وړل شوي او یو کس وژل شوی دی.
د وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې خبریال حبیب خان توتاخېل ویلي چې دده ورور یوسف خان هم د سید شاه سقیم تر څنګ په دغه چاودنه کې ټپي شوي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې چاودنه نن ماښام شپږ نیمې بجې د مقناطیسي بم په واسطه را منځته شوه.
د کابل پوهنتون استاد او مدني فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د غني عسکرو ټپي شوي ځوان ته اجازه ورنه کړه چې روغتون ته ورسول شي، ځکه چې اشرف غني د ایمرجنسي روغتون په چکر بوخت وو.
باید وویل شي چې د څو ورځو راهیسي د کابل په چمن حضوري سیمه کې یو شمیر پښتانه مدني فعالان په یوه خیمه کې را ټول شوي او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پښتنو د حقوقو غوښتونکي منظور پښتین د تحریک څخه ملاتړ کوي.