شعـــــرونه

ګله غاړه راکړه‎ – حمدالله حلمیار

زه اغزی نه یمه ګله غاړه راکړه
زه دی وړمه تر اوربله غاړه راکړه

 

جدایي چي مو یو بل ته غاړي باسي
راشه نن راته پخپله غاړه راکــړه

 

چي به زه وم مرګ په غیږه کي نیولی
تا به هــــم وماته هله غاړه راکـړه

 

چي له میني نه دي ستړی شوم جانانه!

هغه ورځ دي نو بیا څله غاړه راکړه؟

 

څه ښه وخت وو ما به تاته غاړه درکړه
تا به هم کلــه ناکلــــه غــاړه راکړه

 

ته دتورو غرو په سر کي او زه دلته
غازي ماته له مورچـــله غاړه راکړه

 

یو ځل بیا لکه غزله غاړه راکړه
(حلمیار) ته یوه بــله غاړه راکړه

حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x