افغانستان

ایمرجنسي روغتون ته د اشرف غني د تګ له امله یوه ټپي ځوان ژوند له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): نن ماښام ولسمشر اشرف غني په کابل کې د ایمرجنسي روغتون څخه لیدنه وکړه او د نوروز په چاودنه کې د ټپي شویو خلکو پوښتنه یې وکړه.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د ټپیانو د پوښتنې پر مهال جمهور رئیس ته معالجو ډاکټرانو د هغوی د روغتیايي وضعیت او د هغو د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات او ډاډ ورکړ چې ټپیانو ته پر وخت رسیدګي کېږي».

بلخوا همدا نن د شنبې په ورځ ماښام شپږ نیمې بجې په کابل کې د یوې چاودنې له امله یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.

د ایمرجنسي روغتون چارواکو پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې دوی ته یو کس وژل شوی او ۹ تنه نور په ټپي حالت کې رسیدلي دي.

وژل شوی کس د پکتیکا ولایت ضیاء الدین نومیږي او د کابل په چمن حضوري سیمه کې د هغې تحصني خیمې برخوال وو چې په پاکستان کې د پښتنو لپاره د حقوقو غوښتنه کوي.

د کابل پوهنتون استاد او مدني فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د غني عسکرو ټپي شوي ځوان ته اجازه ورنه کړه چې روغتون ته ورسول شي، ځکه چې اشرف غني د ایمرجنسي روغتون په چکر بوخت وو. چې له امله یې هغه پر لارې ساه ورکړه.

باید وویل شي چې د څو ورځو راهیسي د کابل په چمن حضوري سیمه کې یو شمیر پښتانه مدني فعالان په یوه خیمه کې را ټول شوي او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پښتنو د حقوقو غوښتونکي منظور پښتین د تحریک څخه ملاتړ کوي.

روغتون ته د اشرف غني د تګ نور انځورونه او خبرپاڼه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمید بریا

ای ##### که چیری ستا په وجدان او غیرت کی لژ انسانیت او رحم وی کله جه د ایمرجنسی شفا خانه لاری بندی وی نو نژدی شفاخانه خو ابن سینا وه اویا جمهوریت ولی دی هفو شفاخانو ته بو نه ته یو خوشی یو پوک انسان یاو کمونست افغان ملتی یی . ستا هغه #### لیدر کوم انسانیت لری چه تی ولری تاسی خو تول د گیلانی اربکیان یی ستا ارایشی لیدر د پا کستان جاسوس ده . تاسی خپله ددی جوان د مرگ عامل یاست ولی چه تاسو په خپله د بم ایشودلو که لاس لری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x