fbpx
محمد مرسي، د مصر لومړنی منتخب ولسمشر

د مرسي زوی: پلار مي د مرګ له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): د مصر د پخواني ولسمشر دکتور محمد مرسي زوی ویلي چې پلار یې په زندان کې په ناوړه حالت کې ساتل کیږي چې له امله یې د هغه ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د محمد مرسي زوی عبدالله مرسي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه لیکنه کې دغه معلومات ورکړي او ویلي يې دي چې د مصر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په دیموکراتیکه توګه منتخب شوی ولسمشر دکتور محمد مرسي په ډېر ناوړه حالت کې ساتل کیږي او کورنۍ يې نشي کولای چې د هغه څخه په زندان کې لیدنه وکړي.

نوموړي ویلي چې د هغه روغتیايي وضعیت ته په زندان کې احترام نه کیږي چې له امله یې کیدای شي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د مرسي زوی په خپلې لیکنې کې غربي هیوادونه ملامت کړي چې په مصر کې د جنرال سیسي دیکتاتوري نظام څخه ملاتړ کوي او د هغه د بشري حقوقو پر ضد سرغړونو په اړه یې پټه خوله دي.

نوموړي پر غربي هیوادونو تور پوري کړ چې د پلار پر ضد یې ځکه د عسکري انقلاب ملاتړ وکړ چې هغه اسلامي ګوند ته منسوب منتخب ولسمشر و.

سرچینه: واشنګټن پوسټ

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

د دموکراسی تحفه ده ، د مصر اخوانیان د تایید ور مسلمانان دی قربانی یی د ستایلو وړ او لار ښودنی یی د ټول اسلامی امت د پاره د دجالی بدلون یا انقلاب وخت کی ډیری اړینی او وزینی وی او دی او ……… مګر لویه اشتباه یا غلط اجتهاد یی دا وو چه د اسلام په څنګ کی یی په دموکراسی هم باور درلود یعنی په دموکراتیکو تآکنو یی سیاسی قدرت تر لاسه کولو او له هغه وروسته یی داسی نظام جوړولو چه هم په اسلامی او هم په دموکراتیکو اصولو تکیه ولری . لکه څوک چه کفر او… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

چیری دی دا زمونږ د جهاد او اسلام بی ننګه ټیکه داران ولی چپه خوله پاتی دی آیا د دوی خولی ماتی دی که چا ګڼډلی دی او خبری نشی کولی حد اقل دومره خو غږ مو پورته کړی یو اعتراض وکوی چی ولی د اسلامی نړی پدی اتل باندی په زندان کی ظلم روان دی تاسی خو ځانونه د اسلام مجاهدین ګڼی خوله به مو ماته شی که یو ورځ یو اعتراضی غوڼډه وکړی د دی پیچاره په خاطر . زما خطاب سیاف حکمتیار مجدیدی اسمایل خان او د شروفساد مجاهدینو ته ده الله دی په محمد مرسی باندی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

مختوری مارکسیسټان او د لیبرالیزم پتنګان که د اخوانیانو دښمنان او د هغوی په ځپلو خوښ او راضی دی یوه معمولی خبره ده ځکه هغوی د شیطان لارویان دی خو زما پوښتنه او ګیله! !!له سلفیانو څخه ده چه هغوی ولی د نړیوال صهیونیزم سره اوږه په اوږه د مځکی د مخ شریف ترین او معقول ترین انسانان او مؤمنین یعنی اخوانیان وځپل؟ اوس ثابته شوه چه د سلفیانو له نظره اسلافِ صالح!!! آدم او نوح او ابراهیم او موسی او عیسی او آغا رسول اللّه نه بلکه د سلفیانو له نظره صالح!! اسلاف همهغه د بنی امیه او بنی… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

حضرت صاحب

تاسو د دیموکراسی ادعا خکه پوچه بللې چې اخوانیانو تعمیل کړه خو ترې قبوله نه شوه.

هیله ده دا هم ومنی چې اخوانیانو د خدای له هیلې برته د دیموکراسۍ په ټټو سپاره دي تر څو واک ته ورسي.

دا بې کاره ټټو به یې نور هم ګوزاروي مګر دا چې خپل اصل ته راوګرزي او هر باطل سیاست ته د اجتهاد نوم ورنکړي.

pattang
میلمه
pattang

وروڼو مرسی د اکسریت په ارا ګټلې وه یانې ددیموکراسي په اساس او هغه پردې اساس چې دمرسي ګوند دخلقو په زړونو کې ځای در لود ، مرسي اروپایې ملکونو ته هم لاړ په ظاهره ټول ترې خوشاله و له ، خو دیهودو پټ پلان چاته مالوم نه وو او يواځې یې خپل ملګري پرې خبر وو ! نو کله چې په یوو دیموکراتیت انتخاب شوي رئیس جمهور باندې عسکري کودتا د یهودو cia او غربیانو په اجازه وشوه په سلګونو داخوانالمسلمین ګوند غړي یې مړه کړل ! خو هیڅ غربي دولت خوله وازه نکړه چې دا کودتا د دیموکراتیک… نور لوستل »