جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

سر ملا، څاروان ملا، رهبر ملا

تل د ناروا پر وړاندې غر ملا

مینې ته قائل دی، مینه ګرکی دی

عشق ملا، د مینې سمندر ملا

نۀ دی د حلوا او سرسایې مجنون

نۀ دی ګوره هر یو خېټور ملا

تۀ غواړې اسلام دې درته وتراشي

داسې خو کېدلی نه‌شي هر ملا

دغه نو ستا خپله غلطي ده چې

ښکاري درته هر یو ږیرور ملا

فرق نو د عالم او ملا چا کړی!؟

ومنه وارث د پیغمبر ملا

هغه چې ملګری د کفارو دی

هغه دی د دې زمانې شر ملا

هر ملا مئین ملا، ملنګ ملا

مړ دی په چنار او په ګودر ملا

ښکلي پرې جومات او مدرسې زموږ

دنګ ملا، لونګ ملا، نښتر ملا

ژوند ملا، غزل غزل، شاعر ملا

شرنګ ملا او شور ملا، هُنر ملا

وي دې دا د مینې مازدیګر ملا

شي دې خدایه! نور هم زورور ملا

ځار شم «خدرخېله» له جانان ملا

ګل ملا، بسمل ملا، شرر ملا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د