fbpx

ویسټ انډیز لوبډله د افغان لوبډلې پر وړاندې د غچ اخیستنې اراده لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): نن د غوراوي سیالیو په پایلوبه کې د ویسټ انډیز او افغانستان لوبډلې مخامخ کیږي، چې ویسټ انډیز لوبډلې افغان لوبډلې څخه د غچ اخیستلو پوره تیاری نیولی.

ویسټ انډیز لوبډله چې له هیڅ یوې لوبډلې یې ماتې ونه خوړه، افغانستان لومړی د غوراوي سیالیو په تمریناتي لوبه کې او بیا یې د سوپر سیکس پړاو په مهمه لوبه کې ماتې ورکړه.

دوی اوس د همدغې شرم او خپل قوت ساتلو لپاره غواړي دغه لوبه له افغانستان څخه په هر صورت وګټي او غچ ترې واخلي.
په غوراوي سیالیو کې هره لوبه له سختۍ ډکه او په زړه پورې وه، چې د هرې لوبډلې کوښښ همدا و په کومه لار مخالف لوبډله ماته کړي، او یا به یوه لوبډله د خپلې ګټې لپاره د بل ګټې یا بایلات ته منتظره وه.

بیا هم، د ټولو نه په زړه پورې او د تعجب وړ دا وه چې افغانستان له هیڅ نه هر څه ترلاسه کړل، د کرېکټ مبصرین او نور چارواکي یې ګوته په غاښ کېنول، چې څنګه یوه لوبډله په داسې حال کې چې خپلې لومړۍ درې پرلپسې لوبې بایلي او بیا هم نړیوال جام ته لار مومي.

د افغانستان د لومړیو لوبو لامل یو دا هم کېدلی شي چې ځوان راشد خان ته په کې په لومړي ځل لوبډلمشري وسپارل شوه.

نوموړي پخپله لوبمشرۍ کې پنځه لوبې ترسره کړې، درې یې وبایللې او دوه یې وګټلې، چې خپله یې هم په کې ټولې ۸ ویکټې ترلاسه کړې.

وروسته اصغر ستانکزی لوبو ته راستون شو او لوبډلمشري یې په سر واخیسته نو سمدلاسه راشد خان په لومړۍ لوبه کې پنځه او په دویمه کې درې ویکټې واخیستې، چې له لوبډلمشرۍ پرته یې په دوه لوبو کې اته او پخپله لوبډلمشرۍ کې یې په پنځه لوبو کې اته ویکټې واخیستې.

که څه هم د غوراوي سیالیو اساسي هدف پوره شوی، افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلې نړیوالو اتلولیو ته رسیدلي، نو ننۍ لوبه به ددوی لپاره خپل هدف زیانمن نه کړي.

خو د هرې لوبډلې بریا به په نړیوال جام کې نورو لوبډلو ته دا پیغام ورسوي چې دوی کولای شي سترو لوبډلو ته هم ماتې ورکړي.

په ۲۰۱۹م پنځوس اوریزو نړیوال جام کې به افغانستان لوبډله له هرې لوبډلې سره یوه یوه لوبه ترسره کوي، چې په لومړي ځل به ددوی لپاره د ټولو نړیوالو سترو لوبډلو پر وړاندې تجربه وي، او دا به د هغوی لپاره د خطر زنګ هم وي چې افغان لوبډله هرې سترې لوبډلې ته د ماتې ورکولو توان لرلای شي.

پر ځای یې افغان لوبډله ویسټ انډیز ته د بلې ماتې ورکولو اراده لري، لوبډلمشر اصغر ستانکزي په وینا چې ددوی اصلي موخه خو نړیوال جام ته لار موندنه وه، خو پر وړاندې به یې د ویسټ انډیز لوبډله له فشار سره مخ وي او دا ددوی لپاره ښه فرصت دی چې د سیالیو اتلولي وګټي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د