نظــر

د سوریي او که د ټول امت غمیزه؟؟

ابو یاسر افغان

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنٰزَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ [سُوۡرَةُ الاٴنفَال ۴۶]

ژباړه: او د الله او د هغه د پېغمبر امر منونكي اوسئ؛ او په خپلو منځو کې شخړه مه كوئ، كه نه نو په تاسې کې به كمزوري پيدا شي، برم (د مقاومت توان) به مو لاړ شي. له زغم څخه كار واخلئ، په يقيني توګه الله د صابرانو ملګرى دى.

عجیبه وخت راغی، اسلامي امت اوس په دې غور نه کوي چې څه ډول خپل ځانونه د دجالي لښکرو د ظلمونو او وحشتونو څخه خلاص کړي بلکې په ځانځانۍ اخته دي او هر یو سره د خپل ځان غم دی الا ماشاءالله.

په سوریه کې د امریکا، روسیي، ایران، ترکیې او… وحشتونه او ظلمونه له هیچا څخه پټ نه دي، مخکې خو به خلکو د تاریخ کتابونه لوستل او په تیرو وختونو کې په مسلمانانو د کفارو د ظلمونو له کیسو به چې خبر شول نو ډېرو به ویل څوء څوء… مګر اوس چې دا حالات په خپلو سترګو ویني او په خپلو غوږونو یې اوري، د غیرت حس او د ایمان جذبه یې نه راویښیږي!!

درنو لوستونکو!

اصل مطلب ته را ګرځم او هغه دا چې ټول اسلامي امت کجسد واحد یو واحد جسد او بدن دی، د شرق او غرب تر منځ پراخوالي د مسلمانانو په منځ کې د اخوّت او یو بدن کېدو حس کم نه کړای شو، مګر د دنیا حرص، د غربیانو پروپاګند او په اسلامي امت د ګلوبلایزیشن معکوسو اثراتو مسلمانان په ډلو ټپلو، قومونو، مجازي او تپل شویو سرحدونو، ژبو او نژادونو سره بېل او ایل کړل، نن که زه د سوریي غمیزه یادوم نو ماته تر ټولو مخکې خپل افغان وایي چې تا افغانان پرېښودل او د منځني ختیځ غم وړی یې!! لکه مخکې مې چې درته وویل مجازي سرحدونو ډېرې ناکردۍ وکړې او منفي اثراتو یې اسلامي امت نه یواځې دا چې ټوټه ټوټه کړ بلکې بیخي یې سره بېل او بیا یې یو له بله څخه پردي کړل، دا نن چې په سوریه کې څه روان دي او د چا لخوا دي همدا کیسه پرون په بخارا او ترکستان تیره شوه خو امت په لټ وا نه وښت، همدا ظلم او وحشت خو له تیرو شپېتو کالو راهیسي د فلسطین د مسلمانانو سره کیږي مګر نور امت یې په حالت غبرګون و نه ښود همدا بې احساسي وه چې نن په سوریه، برما، نایجیریا، مالي، صومالیا، سوډان، منځنۍ افریقا، فلپین، عراق، فلسطین، افغانستان او وزیرستان کې د مسلمانانو د وینو سیلابونه روان دي او دا لړۍ لا پسې اسلامي ځمکو او هېوادونو ته پراخیږي، مګر دا هر څه موږ په خپلو سترګو ګورو خو ای کاش زموږ په زړونو کې نور دغه د نفاق او قومپرستۍ مرض ختم شوی وای، چې زه افغان یم زما یې په سوریایي څه؟ زما یې په فلسطین او برما څه؟؟ زما خپل غمونه ډېر دي او… دا د هغه خلکو خبرې دي چې د ملت پالنې یا نیشنلیزم وایروس یې ذهن مکمل ککړ کړی او د اسلامي اخوّت، همدردۍ او یو والي فکر یې ترې اخیستی دی.

حقیقت خو دا دی چې موږ هماغه وخت خوار او زار شولو چې تر نورو مو خپل ځان مهم وګاڼه، خپل قوم او خپله ژبه مو مهمه وګڼله او زموږ د قوم، ژبې او نژاد نه د باندې مسلمانان مو پردي وګڼل!!

ځیني ځیني بیا وایي: چې د سوریي او عراق مسلمانانو په موږ کوم زړه خوږ کړی ؤ او یا یې زموږ په ملاتړ کوم غږ پورته کړی ؤ چې نن یې موږ په حال غمجن شو؟ د دې خلکو دا تعصب په مرض ککړ اعتراض په خپله د دوی په ځانونو دی، په چا کې چې ایمان وي، غیرت وي او اسلامي جذبه وي هغه په دې اوتو بوتو ځان نه خلاصوي، د پورتني اعتراض ځواب دادی چې پرون د عراق او سوریي واک هم دا ستاسو په شان د نیشنلیستانو په لاسونو کې ؤ، ځکه خو یې موږ مهم نه ګڼلو لکه نن چې تاسو هغوی مهم نه ګڼئ، ها دا خبره ده چې تاسو د خپل ملت لپاره هم کوم خیر نه دی رسولی، اسلامي امت دا ستاسو په څېر بې ضمیره خلکو د دجال لښکرو ته د تعصب، قومیت او نیشنلیزم په ځنځیرونو تړلی دی، موږ ته د یو افغان، یو شامي او عراقي مسلمان په منځ کې فرق نشته، د کلیسا پاپانو پرې خواشیني وښودله خو ستاسو په څېر د اسلام ډېرو دعوه کوونکو نه دا چې د سوریي په مسلمانانو خواشیني و نه ښوده بلکې که نورو مسلمانانو دا کار وکړ، نو هم ستاسو تر اعتراض لاندې راغلل، تاسو(نیشنلیستان) هغه بیکاره میکروبونه یاست چې یهودو او نصاراو په اسلامي امت کې خپاره کړي یئ او د اسلامي امت په ځپلو کې مو همیشه د نړیوال کفر خوا نیولې ده؛ کوم پوځونه چې په عراق او سوریه کې د اسلامي امت د مظلومو پرګنو قتل عام کوي او یا د مسلمانو خویندو میندو بې عزتي کوي، مسلمانې خویندې په زندانونو کې اچوي، همغه پوځونه دلته تاسو او ستاسو همفکران د نړیوال اسلامي فکر او اسلامي اخوّت دښمنان د سوله ساتو او مرستندویه پوځونو په نوم یادوئ او افغان ملت ته وایاست چې دا خلک زموږ سره د مرستې لپاره راغلي دي!! آه کوم احمق او ناپوهه انسان به ستاسو په تبلیغاتو او د امریکا + ناټو په وعدو او غرضي مرضي مرستو غولیږي؟!

زموږ دریځ:

اوس د دې خبرې وخت را رسیدلی چې اسلامي امت متحد شي او دا د هر مسلمان وجیبه او مکلفیت دی چې که هر څوک ځان مسلمان ګڼي، نو د افغانیت، عربیت او قومیت خبرې دې پریږدي بلکې د اسلاميت خبره دې را کلکه کړي، ننی حالت زموږ د ایمانونو د امتحان حالت دی، موږ که سره یو نه شو نور هم ذلیل کیږو او دا خبره د هیرولو نه ده چې کوم خلک په موږ اعتراض کوي او وایي چې تاسو خپل خلک پریښي او د نورو غم اخیستي یاست، دوی ته به همدومره ویل کافي وي چې موږ د ټول اسلامي امت غم خپل غم ګڼو، موږ دلته هم د کفارو وحشتونه غندو او په سوریه کې هم، په ضمن کې دا امکان هم نه ردوو چې دا نن څه حالت په سوریه کې روان دی، ښځې او ماشومان وژل کیږي، پوره پوره ښارونه د ژوندیو انسانانو په هدیرو بدلیږي او عرب حکام د اسرائیلو، امریکا، ایران او روسیې سره د مقاطعې پرځای د همکارۍ او یو والي تړونونه تازه کوي، نن که موږ دغه درد احساس نه کړ سبا به تر هغوی بدتر حالت په موږ راشي، دا دلته چې کوم کفار دیره دي او لګیا دي خپل مزدوران غلامان روزي، کټ مټ په همدې ډول پرون په سوریه کې دا کفار دیره ول او د بشار اسد د عسکرو، حزب الشیطن لښکر او… په نوم لیوان یې روزل، چې نن یې په شامي مسلمانانو قیامت جوړ کړی او نور اسلامي امت ورته د بې وسۍ اوښکي تويوي خو نور څه نه شي کولای!! موږ خپلو خلکو ته ور په زړه کوو چې د دې راغلیو کفارو خطرناک دجالي پلانونه درک کړي او تر هر څه مخکې په دې فکر وکړي چې په کومه طریقه د امریکایي اشغالګرو له اشغال څخه خلاصیدای شو، هر یو باید د خپل وس او توان سره سم لاس په کار شو، نور د هغو میکروبونو خبرو ته غوږ مه نیسئ چې وایي موږ خپل ډېر غمونه لرو، شام او عراق څه کوو، تاسو وګورئ دې ظالمانو خو د خپلو خلکو غم هم ونکړ لګیا دي د یرغلګرو کفارو پلانونه او پروژې تطبیقوي، ای کاش چې د دې خپل ملت غم خو یې کړی وای، نه چیري هم داسې نه شي کیدای چې نیشنلیستان، سیکولران او ډیموکراتان دی د کفارو د ګټو خلاف کوم قدم پورته کړي، دا څه چې دوی وایي او خلک پرې تیر باسي دا خو د دوی دنده ده چې دجالي مشرانو یې ور سپارلې ده، پام چې پرې خطا نه شئ.

د سوریي د مظلومو مسلمانانو په حالت زموږ او د نور اسلامي امت مجرمانه خاموشي ډېره دردوونکي او د بدو عواقبو درلودونکي ده او دا یو نه بخښونکی خیانت دی؛ خپله خبره د الله جل جلاله په دې خبرداري را غونډوم چې ما، زما کورنۍ، خپلوانو، ملت او بیا ټولو مسلمانانو ته عام دی او هغوی ته خاص دی چې په یو او بل نوم د جهاد في سبیل الله مخالفت کوي: سورة النساء ۷۵ نمبر ایت

وَمَا لَكُمْ لَا تُقٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَآءِ وَالْوِلْدٰنِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا

ژباړه: اخر څه دليل دى، چې تاسې د الله په لاره کې د هغو بېوسو نارينه، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چي كمزوري کړای شوي، تر فشار لاندي نيول شويدي او فريادونه كوي چي: «اې زموږ ربه! موږ له دې وطنه چي اوسيدونكي یې ظالمان دي وباسه؛ او له خپل لوري څخه زموږ كوم سرپرست او مرستندوى پيدا کړه.»

د اسلامي امت د ویښتابه په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ابو یاسر افغان صاحب زما ددین او کلیمی وروره اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته الله ج دی جزای خیر درکړی لیکنه دی سر تر آخره ټول حقیقت دی به رښتیا چی دهر مسلمان درد او ځور به هر کونج ددنیا کی چی وی د هر با احساسه مسلمان لپاره درد ده ۰د مسلمان سره با احساسه ټکی ځکه یادوم چی ډیر داسی مسلمانان مونږ وینو چی د بل ورور به درد نه دردیږی تاسو یی خپله وضاحت پورته په ډیر ښکلی انداز کړی هغه بس ده ۰که چرته مسلمانانو کی حقیقی احساس د درد دبل مسلمان ورور او خور پیدا… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

که ستاسی په یاد وی ، د سپټمبر یوولسمی فاجعی وروسته چه د اسلامی نړی د تباهی په نیت یی جوړه او په کار واچوله او د غچ په بهانه او پلمه یی لمړی په افغانستان او بیا په عراق یرغل وکړو او د اوباما دوره کی یی بیا د عربو د پسرلی په نوم په نورو هغو اسلامی هیوادو کی چه پخوانی مهری یی زړی شوی وی د میلونو مسلمانانو په وژلو یی هغه مهری په نوو مهرو بدلی کړی د دغه جنګ مشر سپه سالار بوش دغه چنګ ته په لمړی ورځی صلیبی او په دوهمه ورخ د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x