Abdullah-campaign-blast4

حکومت او د سترګو پټولو ستراتیژي

د شتر مرغ په اړه  مشهوره ده، کله چې له مصیبت او سخت حالت سره مخامخ شي نو ددې په ځای چې له امتحاني حالاتو سره سمه مبارزه وکړي، د مصیبت هیرولو لپاره سترګې پټي کړي او سر په خاورو ننباسي، شتر مرغ فکر کوي چې د ابتلاء په هیرولو سره ممکنه ده چې له ابتلاء څخه څوک ځان وساتي.

د کابل د چړپیدلي رژیم اوسنۍ ځینو کړنو ته چې سړی ګوري هماغه د شترمرغ حالت د سړي ذهن ته احضاروي، د کرزي په مشرۍ د کابل اداره له  څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د ستونزو  دمنلو او ورسره د مقابلې په ځای سترګي پټي کړي او ستونزې نادیده وبولي .
مطبوعات او رسنۍ چې په ټولنه کې د سترګو او ژبې حیثیت لري، په دې وروستیو کې دکابل اداره هڅه کوي چې دغه سترګې هم پلستر کړي ترڅو حقائق ونه ویني او دغه ژبې ګونګې کړي تر څو ترې څوک حقائق وانه وري .

حکومت غواړي له ځان او اولس څخه ړوند ، کوڼ او بې حسه موجود جوړ کړي، داسې بي حسه موجود چې د هیواد او نړۍ له حالاتو په بشپړه توګه ناخبره وي، ترڅو د ستونزو په دې دورغجنه محوه سره  د نشه یانو او خماریانو غوندې ځان ته دروغجن او لنډمهالی اطمینان حاصل کړي .

څو ورځې وړاندې دحکومتي پروګرام له مخې رسنیو په ګډه فیصله وکړه چې دهیواد په لراوبر کې پیښیدونکی امنیتي خبرونه او په حکومتي قواوو د بریدونو  راپورونه به نه نشروي، حکومت چې چې په تیرو څو کلونو کې یي د طالبانو د بریدونو دمخنیوي په لاره کې ټولې ستراتیژۍ ناکامې شوي دي دا ځل هڅه کوي دشتر مرغ غوندې د سترګو پټولو او سر په خاورو منډلو  ستراتیژي تجربه کړي تر څو که وکولای شي یو څو  شیبې ورپیښ امنیتي بحران هیر کړي .

همدا تیره شپه  د ننګرهار  ولایت  د جلال اباد ښار ته نږدې دامریکایي قواوو  دموټرو  په یوه تمځای څو تنه سرښندونکو طالبانو برید وکړ چې د ساعتونو جګړې په نتیجه کې  تر سلو ډیر امریکایي باربري موټر ، همدومره ټانګونه  او نور وسایط له منځه لاړل او ساتونکو ته یي هم درنه مرګ ژوبله واوښته، د سلګونو موټرو، نظامي وسایطو  او لسګونو نفتي ټانکرو سوزیدل کومه عادی خبره نه ده ، که دنړۍ په کوم بل کوم کونج کې یو امریکایي ټانګ وسوزیږي شاید رسنۍ ورباندې مستند راپورونه خپاره کړي ځکه دامریکایانو هر ټانګ سوزیدل له مالي زیان ور آخوا ددې نړیوال زبرځواک لپاره د ابروریزۍ یو خبرسازه  پیښه بلل کیدای شي  ، له بلې خو که دنړۍ په کوم ځای کې دتیلو بار ټانکر داور خوراک شي نو که  نور هیڅ خبري اهمیت ونلري شاید چاپیریال ته د رسیدلي زیان له اړخه هم  په یوډول خبري ارزښت پیدا کړي د جلال اباد په بیګاني برید کي ۲۱ امریکایي ټانکر سوزیدلي دي، خو له دې ټول خبري اهمیت او حساسیت سره سره  رسنیو د شترمرغ د پالیسۍ په رڼا کې تراوسه  ورباندې راپورونه نه دي خپاره کړي نه یوازې یي په دې برخه کې دخلکو دخبرتیا مطبوعاتي حق نه دی اداء کړی بلکې په لوی لاس یي هڅه کړې تر څو دغه خبر پټ وساتي ترڅو کوم څوک ترې خبر نه شي .

د نن ورځې یو بل خبر وایي چې طالبانو د روزګان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کې د رژیم له عسکرو څخه ۸ پوستي نیولي دي ، د یوه برحال حکومت لپاره د یوې امنیتي پوستې له لاسه ورکول  ښایي امنیتي ناورین وبلل شي او در ئیس جمهور تر حده چارواکي عاجل اقدام ته اړ کړي، خو د شتر مرغ په عادت روږدي چارواکي هڅه کوي دمطبوعاتي سانسور په توسط  دغه  ناورین پټ وساتي، که ددغه ډول پیښو د پټ ساتلو  جریان همداسې پاته شي ممکنه ده چې طالبان د رژیم په ناخبرۍ کې دارګ دروازې وروټکوي او ارګ وال د شترمرغ له خوبه راویښ کاندي .

دا جریان که له یوې خوا دواکمن رژیم له ناتوانه وضعیت څخه پرده پورته کوي له بلې خوا ددیموکراسۍ دنورو ارکانو غوندې د بیان د ازادۍ  شکست او عقبګرد هم ثابتوي هغه ازادي چې  غربیان او غرب زده ګان یي د خپلې دیارلس کلنې بوختې تر ټولو  ستره لاس ته راوړنه بولي .

حقیقت دادی چې  حقائق په هیرولو سره نه  مسخ کیږي او نه له ستونزو څخه په تیښته کې خلاصون شته بلکې دا ډول چلند وضعیت نور هم خرابوي.

لیکوال: أبو عابد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د