راشد خان په کمو لوبو کې د سل ویکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د افغانستان سوکه، نامتو او غوره توپ اچونکی راشد خان ارمان په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو سیاليو کې يې سل چټکې ویکټې پوره کړې.

راشد خان د میچل سټارک په دغه ریکارډ ماتولو سره اوس په پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو کې لومړی لوبغاړی شو چې چټکې سل ویکټې یې واخیستې او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ.

نوموړي  دغه ریکارډ په خپله ۴۴مه یو ورځینۍ لوبه کې جوړ کړ، چې له دې وړاندې د استرالیا چټک او چپ لاسي توپ اچونکي په ۵۲ سیالیو کې پخپل نوم کړی و، چې ورپسې په دغه  لیست کې د پاکستان سوکه غوره توپ اچونکی ثقلین مشتاق دی چې نوموړي په ۵۳ سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې وې.

راشد خان دغه ریکارډ نن د یکشنبې په ورځ د ویسټ انډیز په وړاندې د غوراوي سیالۍ پایلوبه کې د شایي هوپ په ویکټه اخیستنه جوړ کړ، چې دغه لوبه لا هم دوام لري، او تر دې دمه ویسټ انډيز لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۴۶.۲ اورونو کې ۲۰۴ منډې جوړې کړې دي.

نوموړي په پنځوس اوریزو لوبو کې په یوه سیالۍ کې څلور ځل ۵-۵ او څلور ځل ۴-۴ لوبغاړي سوځولي دي، چې غوره توپ اچونه یې تېر ۲۰۱۷م کال کې د ویسټ انډيز په وړاندې د ۱۸ منډو په بدل کې ۷ ویکټې ترلاسه کول وو.

د افغانستان لخوا راشد خان دویم لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کوي، له دې وړاندې محمد نبي هم ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې وې، چې دولت ځدراڼ به هم په نیږدې وخت کې ۱۰۰ ویکټې پوره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د