۲۵سلنه مېرمني د مېړه د دوستانو مخالفې دي

نن ټکی آسیا: په برتانیې کې د یوې تحقیقاتې مؤسسې څېړونکو په یوې جالبې څېړنې دا معلومه کړې، چې څومره مېرمني د خپلو مېړونو د دوستانو او انډیولانو مخالفې دي.
په څېړنه کې موندل شوې، چې په هرو څلورو مېرمنو کې یوه یې له مېړه سره په دې مخالفه ده، چې ولي له نورو سره دوستي او انډیوالي پالي.

د څېړونکو ډلې ویلي، چې ډېری مېرمنې د خپل خاوند له انډیوالانو سر ټکوي او ترې کرکه کوي.
دوی ویلي، چې دوست او ملګری د مېړه پر ژوند اغېز کوي او له بچیانو، کور او کهول سره یې اړیکې او راشه درشه کمزوري کوي.
ډېرو مېرمنو خو دا شکایت هم کړی، چې مېړونه یې د انډیولانو له لاسه کور ته ناوخته ستنېږي.
ځينو نورو بیا ګېله لرله، چې مېړونه یې له ملګرو سره په ګپ شپ زړه تشوي او کور کې بیا د بانډار او آن وړې خبرې حوصله هم نلري.
د څېړنې په پایله کې ویل شوي، چې په ټولیزه توګه پنځه وېشت سلنه مېرمنې د مېړه له دوستانو او ملګرو سخته کرکه لري.