کراچۍ ښار کې نن د پي ایس ایل پایلوبه ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ درېیم پړاو سیالیو پایلوبه نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کیږي او د تېرو دوو پړاونو ګټونکي اسلام اباد یوناېټډ او پېښور زلمي به په دوهم ځل د ددغه جام د ګټلو هڅه کوي.

د پاکستان سوپر لیګ لومړي پړاو کی اسلام آباد اتلولۍ ګټلې او دوهم پړاو کی بیا پېښور زلمي اتلولۍ خپله کړې، چې دواړو لوبډلو ته د دویم ځل لپاره ددغه جام ګټلو فرصت په لاس ورغلی.

په یاد درېم پړاو کی د دواړو ټیمونو ترمنځ دوې لوبي ترسره شوي، چي لومړۍ یی اسلام آباد او دوهمه یي بیا پېښور زلمي وګټله، خو په مجموعي ډول د دواړو لوبډلو ترمنځ د شوو سیالیو زیاته برخه یی اسلام آباد لوبډلې ګټلې ده.

په کراچۍ ښار کې د لوبو راستنېدو لپاره ډيرې هلې ځلې وشوې چې آخر هم ۹ کاله وروسته دغه ښار کې د لوبې سیالۍ کیږي چې د یاد ښار پر لویو سړکونو او څلور لارو باندي د لوبغاړو عکسونه په بیل بیل ډول لګول شوي دي.

پاکستاني چارواکو دغه لوبې ته سخت امنیتي اقدامات نېولي، تر څو داسې کوم عمل ترسره نه کړل شي چې ورسره یې یو ځل بیا په پاکستان کې لوبو ته ستونزه جوړه نشي.

دغه لوبه نن ماښام د پاکستان پر وخت ۸ بجې د کراچۍ په نېشنل لوبغالي کې پېلیږي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د