انسان څوک دی؟

لیکنه: سیداصغر هاشمي

د نړۍ انسانان په بېلا بېلو جغرافیو کې ژوند کوي، د ټولنو ټولنیز ارزښتونه یو شان نه دي او د بېلا بېلو والدینو پیدا او ارثي ځانګړنې سره توپير لري.

د ملتونو سیاسي حالات په یو شکل نه دي، اقتصادي ژوند په انسان اغېز لري او نړۍ یو شان اقتصاد نه لري، څوک غریب او څوک مالدار دي، په ځینو ملکونو کې یوه مړۍ ډوډۍ نه پيدا کېږي او په ځینو ځایونو کې د سرو زرو په لوښو کې ډوډۍ خوړل کېږي.

د ټولنو فرهنګونه یو شان نه دي، د علم او پوهې درجه یې برابره نه ده، د انسانانو دننني رغښتونه (جوړښتونه) توپير لري، نو ځکه نه شو کولای چې د انسانانو له داخلي تاثراتو خبر شو. انسانان هغه معلولې هستۍ دي، چې د پورته لاملونو پر بنسټ بېلا بېلې خواوې خپلوي او انسان پېژندنه ستونزمنوي، نو ځکه زه هم نه پوهېږم چې انسان څوک دی! زه په یوې ټولنې کې ژوند کوم او ځینې انساني مثبتو او منفي مسایلو ته متوجه شوی یم او د انساني حقوقو پر اساس دا حق لرم چې خپل نظر او فکر ولرم او د خپل زړه خبرې د زړه په خوښه وکړم، نو ځکه په دغه اثر(انسان څوک دی؟) ځینې انساني ستونزو ته نغوته (اشاره) شوې ده او په ځینو مواردو کې د حل په لارو چارو غږېدلی یم. ټولنیز او فرهنګي اختلافات دي چې د انسانیت لپاره معیارونه یو شان نه دي، په ځينو ټولنو کې نجلۍ ته سلام نه اچول غیر انساني عمل دی، خو په ځینو ټولنو کې همدا عمل ستایل کېږي. پرمختللو هېوادونو کې د لوړ موقف لپاره معیار پوهه او علم دی، خو ځینو وروسته پاتې هېوادونو کې مشـري په نورو لاملونو ورکول کېږي. دوی ټول انسانان دي، څوک یو عمل ته ښه وايي او څوک بل ته.

ځینې شیان جامع، مانع، کوټلې، منلې او ټولمنلې پېژندنه نه لري، نو په داسې مسایلو بحث د یوه فکر او زاويې وي او دا چې فکرونه یو شان نه دي، انساني داخلي جوړښتونه توپير لري، ټولنې توپير لري او هر انسان د بېلا بېلو ارثي خصوصیاتو درلودونکی وي، نو په داسې مسایلو بحث بیا هم زما د پورته خبرو په تائید اسانه نه ده.

د یو عالم نه چا پوښتنه وکړه: ادب څه مانا؟ په ځواب کې یې وویل: که ووایم چې پوهېږم نو پوهېږم، خو که ووایم چې نه پوهېږم نو نه پوهېږم. ده ځکه دا ځواب ورکړ، چې ادب لکه انسان د بېلا بېلو لاملونو پر بنسټ بېلا بېلې خواوې خپلوی شي.

د روسي ژبې پیاوړی لیکوال لیف تولستوی د هنر پېژندنې په اړه لسګونه کاله هڅې او څېړنې وکړې، خو بیا هم داسې پایلې ته ونه رسېد چې د ټولو لخوا یو شان منل شوې وي.

د شعر پېژندنې په اړه هم ټوله نړۍ په یوه خوله نه ده، ځکه چې شعر د انسانانو په واسطه را منځ ته کېږي، انسانان یو شان داخلي تاثرات نه لري، په یوه ځانګړې ټولنه کې ژوند نه کوي، د انساني ژوند دورانونه یو شان نه دي او داسې نور په لسګونو لاملونه دي، چې شعر په اړه ډول ډول نظرونه دي.

استیتیک پېژندنه (ښکلا پېژندنه) په روزمره ژوند او ادبیاتو کې د ټولو انسانانو لپاره یوه شان نه ده، څوک یو ډول ښکلا خوښوي او څوک بل ډول، د چا شنې سترګې خوښېږي او د چا تورې. په افریقا کې د انسانانو لپاره ډېر تور رنګ د ښکلا د لوړو معیارونو څخه دی، خو په افغانستان کې سپين رنګ.

د پورته مقدماتي خبرو په پایله کې ښکلا د انسان په واسطه غوره کېږي، شعر د انسان په واسطه ویل کېږي، هنر د انسان په واسطه انسان ته پنځول کېږي، ادب انسان خلقوي، خو بیا هم یوې پايلې ته نه رسېږي، یوازینی دلیل یې انسانان هغه معلولات دي، چې د مختلفو علتونو پر اساس کله یو شان او کله بل شان، کله ظالم او کله مظلوم، داخلي تاثرات یې بېلا بېل، د ښکلا خوښونې ذوق یې متافوت او داسې نور انساني توپیرونه دي، نو ځکه یوې ټولمنلې پایلې ته رسېدلی نه شو، چې انسان څوک دی؟

مننه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د