Gen-Sisi-banner

په تحریر ډګر کې د سیسي د لوړې د مراسمو پر مهال لسګونه پېغلي بې عفته شوې

نن ټکی آسیا: د مصر امنیتي چارواکو اعتراف وکړ، چې د نوي ټاکل شوي ولسمشر جنرال عبدالفتاح السیسي د لوړې د مراسمو پر مهال د پلازمېني قاهرې په تحریر ډګر کې پر ګڼو پيغلو جنسي تېري شوې دي.
مصري چارواکي وروسته له هغې د دې ناوړه پېښو اعتراف ته اړ شول، چې په ټولنیزو شبکو کې د مصري فعالینو له لورې داسې ویډیو خپره شوه، چې پکې ښودل کېده، چې د السیسي د لوړې د مراسمو پر مهال په تحریر میدان کې یوه پېغله د څو ځوانانو له لورې تر جنسي تېري لاندې ده.

د ويډیو په اړه رسماً دا نه دي ویل شوي، چې آیا دا دې د السیسي د لوړې د مراسمو پر مهال رامنځته شوې پېښه وي که نه؛ خو په دې وروستیو کې دا سېمه د ډېری ورته ناوړه پېښو شاهده پاتې شوې.
د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د السیسي د لوړې د مراسمو پر مهال یې د جنسي تېري په جرم اوه تنه شکمن کسان نېولي او اوس مهال تر پوښتنو- ګروېږنو لاندې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تحریر ډګر کې د یادو مراسمو پر مهال د جنسي تېريو ۲۷ پېښي له دوی سره ثبت شوې دي او پولیس په دې لټه کې دي، ترڅو مجرمین ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د