مرکز کابل ښار او د بې نظمۍ اوج

محمد آصف اقبال

د افغانستان د نورو ولایاتو تر څنګ کابل چې مرکز دی او مرکز نسبت نورو ولایاتو ته باامنه او جوړ وي خو دلته کابل کې ګډوډي اوج ته رسیدلې .

د هیواد جوړونه د هر فرد هغه که نظامي وې او که غیرنظامي ایماني، انساني او افغاني وجیبه ده.

په دغې بې نظمۍ کې له ټرافیک نیولې تر دولتي چارواکو او آن تر عامو خلکو ټول ګرم دي.

د ټرافیکو ونډه ډیره اړینه ده خو عام وګړي او یا نور دولتي چارواکي او مامورین هم باید قانون ته په درنه وګوري.

زه چې هر سهار له کوره دفتر ته ځم په لاره کې دغه ګډوډۍ ګورم یا ټرافیک خپله دنده سمه نه اجراء کوي، دولتي کسان او زورواکي د واسطو په زور قانون ماتوي حتی عام وګړي هم قانون ته درناوی نه لري.

ډیری وخت مې لیدلي چې ټرافیک له ځینو موټرونو نه پیسې اخیستي او په هغو لارو یا ځایونو چې په قانوني ډول موټر بند وي دوی ورته د پیسو بدل کې اجازه ورکوي.

دولتي کسانو او زورواکو ته خو بیا ټرافیک د ډیران خځله ښکاري په غلط لاس هم خپلې موټرې ځغلوي که ټرافیک غریب یې مخنیوی وکړي نو زورواکي ورته د وهلو او له دندې د لرې کولو ګواښ کوي چې دغه له دندې شړل یې ریښتینې بڼه هم خپله کړې نو ځکه ټرافیک ځينې وخت د هغوی مني او د نظم راوستلو اصول نه مراعتوي نو دولت باید د دغسې کسانو پر وړاندې غبرګون وښایي او مخه یې ونیسي.

د دوی وراخوا عامو وګړو هم تر خپله وسه د ګډوډۍ مډالونه اخیستي او په غلطو لارو ځان تر خپله ځایه رسوي خو ګرم نور ګڼي.

تیره ورځ چمن حضوري ته رسیدو سره سمه لاره بنده شوه ګورم چې دوه موټر چلوونکو د سرک منځ کې خپلې موټرې ودرولي او یو بل یې له ګریوانه نیولي سوکان او لغتې وهي د خړپ او خړوپ وخت کې ټرافیک راځي او خلاصوي یې.

قابو شل دقیقې ددغه جنګ خلاصون وو په لس هاوو موټرې جمعې شوې.

ډیری وخت سخت ناروغان دردیږي او یا ځينې د اړین کارونو امله له ستونزو سره مخ کیږي.

د نظم راوستلو په خاطر باید فرد فرد اصول مراعت او قانون ته درناوی وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

نور هر څه به هیر یا نالیدلی فرض کړو ، همدغه د ترافیکی ستنو درول او اشارو نصبول څومره بودیجی ته اړه لری ؟ ټول شار کی به زیات تر زیاتو زرو ستنو ته اړه ولری حتی که پنځو او لسو زرو ستنو ته اړه وی هم ددغه ترافیکوو معاشونه که راټول شی ددغه ستنو او ترافیکو چراغو د پاره چه سره ، شنه او زیړ چراغونه ولری او د پیاده رو د پاره هم پکی خطونه کش او هم سټاب ساینونه او د احتیاط لوحی هر چیری و ځړول شی حتی په اوایلو کی پکی کمری فعاله شی چه… نور لوستل »