
د افغانستان د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ اساسي دریځ
نن ټکی اسیا – سرلیکنه:
وروسته تر دې چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر د ټرمپ د جګړه ییزې تګلارې وروسته له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني سفیر جان بولټن د ټرمپ د نوي امنیتي سلاکار په توګه وټاکل شو.
جان بولټن د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند په غړیو کې تر ټولو توند لاری او جګړه پلوی شخص بلل کیږي چې پر عراق د امریکايي یرغل طراحي هم د ده له لوري شوې او په ملګرو ملتونو کې یې د خپل دیپلوماتیک ماموریت په مهال تل پر ایران او شمالي کوریا باندې د بریدونو په تر سره کولو ټینګار کړی دی.
د امنیتي سلاکار په حیث د بولټن په ټاکل کیدو سره ټرمپ په دې وتوانیدو چې له خپل کاري ټیم څخه د معتدلو کسانو په لیري کولو سره د هغوي په عوض داسې سخت دریځي ځای پر ځای کړي چې ټول د ده په څیر جګړه خوښي او د امریکا د مخالفینو په ضد د زور آزمایلو ټینګ پلویان دي.
د پخواني خارجه وزیر ټیلرسن په ځای د اوسني سخت دریځي مايكل پومپيو Michael Pompeo او د سي آی اي د مسؤلې په توګه د ګینا هاسپیل Gina_Haspel راتګ دا ثابتوي چې امریکا نه غواړي د معتدلو امریکايي چارواکو د سوله ییزې تګلارې له مخې دي د افغانستان لانجه د تفاهم له لاري حل کړي.
جان بولټن هم د ټرمپ د امنیتي سلاکار په توګه تر ټاکل کیدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې امریکا د خپلو مجبوریتونو له امله نشوای کولای د افغانستان له جګړې لاس واخلي.
اوسمهال د افغانستان جګړه په پوځي او امنیتي لحاظ د سپینې ماڼۍ لپاره د هغوی د جګړه ییزې تګلارې اساسي کرښې ترسیموي.
په سپینې ماڼې کې د ټرمپ له خواوشا څخه د معتدلو اشخاصو لیري کول او په عوض یې د سخت دریځو راوستل د دې ښکارندويي کوي چې امریکايي چارواکي په هیڅ صورت دیته نه دي تیار چې د امریکا د جنګي سیاست ګټونکي قضیه (د افغانستان لانجه دي) د تفاهم له لاري هواره شي.
امریکایان چې د ګډ حکومت د مشر ښاغلی اشرف غني، یا د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او یا هم په افغانستان کې د ځینو نورو ساده ګانو په خوله د سولې وړاندیزونه او طرحې وړاندې کوي هم هدف یې په تبلیغاتي او پوځي لحاظ د وسله والو مخالفینو (طالبانو) تجریدول دي ، نه په واقعي ډول دلته د جګړې پایته رسول.
همدغه امریکايي جګړه مار چارواکي کوښښ کوي په افغانستان کې د امریکا لپاره د مصنوعي ګواښونو په را ښکاره کولو سره امریکايي ولس په دې تیر باسي چې که امریکايي پوځیان په افغانستان کې نه وي حتما به هلته داسي څوک واک تر لاسه کوي چې امریکايي امنیت او مصالح به ګواښي.
زما په نظر البته زیاته تبصره نکوم امریکایان په غلطه روان دی په
دا چه هغه پخوانی متل ته دوی زیاد اهمیت ورکوی (دوی غله په غلونیسی) باید چه د خپلی غلطی په اصلاح کی زیاد پاملرنه وکی