افغانستان پایلوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۷ل) افغان ملي لوبډلې ویسټ انډیز لوبډلې ته د غوراوي سیالیو پایلوبه کې د ۷ ویکټو او ۹ اورونو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

ننۍ لوبه کې لومړی ویسټ انډیز لوبډلې توپوهنه وکړه چې د افغان توپ اچونوکو په غوره توپ اچونه یې ونشو کړای ستر هدف وټاکي او په ۴۶.۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا پوویل ۴۴ او هیټمیار ۳۸ منډې جوړې کړې، چې په توپوهنه کې مجیب ځدراڼ ۴، ګلبدین نائب ۲، شرف الدین، راشد خان او دولت ځدراڼ ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه.

افغانستان د هدف پوره کولو لپاره په زړه پورې پېل وکړ، او د لومړی ویکټې ملګرتیا کې یې ۵۸ منډې جوړې کړې، چې ورپسې رحمت شاه او محمد شهزاد هم ۹۰ منډې ستره ملګرتیا جوړه کړه.

شهزاد ۸۴، ګلبدین نائب ۱۴، رحمت شاه ۵۱، سمیع الله شینواري ۲۰ او محمد نبي چټکې ۲۷ منډې جوړې کړې.

د هدف پوره کولو پر مهال محمد نبي د کریس ګېل په توپ اچونه ۳ پرلپسې شپږیزې ووهلې او د سیالیو جام یې وګټلو.

افغانستان ټاکلی هدف په ۴۰.۴ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ، محمد شهزاد د غوره توپوهنې په بدل کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام ته لار موندلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د