ټولنیزه برخه

زموږ د ټولنې اصلي ستونزه

مولوي صیب ممبر ته وخوت وای زما ډېرې غوړې خبرې نه دي زده بس لنډه خبره کوم، راځئ ټول فکر پرې وکړو، چې د دومره شهادتونو، قربانيو، هجرتونو او دربدريو سربېره بيا هم ولې زموږ ورځ نه ښه کيږي؟!

کله مو په دې خبره سوچ او فکر کړی، چې اصل ستونزه څه ده؟
علماء، پوهان، دعوتګران او خواخوږي لرو، بيا هم دومره ډېرې ستونزې او دربدرۍ!!

مولوي صیب د قران مجيد دا ايت ولوست چې ” أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ”
پښتو ژباړه: ايا نه ده نژدې شوې دې ايمان والو ته، چې د الله تعالی ذکر او ياد لپاره يې زړونه نرم شي؟
مولوي صیب زياته کړه، چې اصل مشکل زموږ دادی، چې زړونه مو د الله تعالی ذکر ته نه دي نرم شوي.
ښه نو ولې نه دي نرم؟ ځکه چې موږ کې کبر، لويي او خودخواهي ده.
مولوي صیب د خلکو څېرو ته کتل، وای تاسې به هم حیران ياست، چې موږ خو ډېر ښه خلک يو او موږ کې کبر له کومه شو؟
راځئ دا فيصله د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پر حديث وکړو.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الكبر بطر الحق وغمط الناس.
کبر د حق ردول او خلکو ته په سپکه کتلو ته ويل کيږي.
امام غزالي رحمه الله فرمايي، چې کبر له کماله پيدا کيږي. يو سړی علم، پيسې، منصب او يا بل کمال ولري، نو ده کې د کبر پيدا ېدو ډېر امکان وي.
اوس که زموږ يو مشر، مولوي، حاجي، مالدار او يا کوم منصبدار ته له ده وړوکی شاګرد يا بل څوک د حق خبره کوي، نو د ده په طبيعت کې پر ده بده لګيږي او دی يې منلو ته نه وي تيار. بس همدا کبر دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د چا په زړه کې چې يوه زره کبر وي، جنت ته نشي تلی.
يو بل حديث کې فرمايي، چې د چا په زړه کې يوه زره ايمان وي، جهنم ته به نه ځي.
نو له دې معلوميږي، چې د چا په زړه کې کبر وي، هغه کې ايمان نه وي او چا کې چې ايمان نه وي، هغه جنت ته نشي تلی.
مولوي صیب فرمايل، چې کبر سره نور ګناهونه هم راځي يو پکې حسد او بد نيتي ده.
حسد دې ته وايي، چې يو چا ته الله تعالی يو نعمت ورکړی وي او ته غواړې، چې دی له دې نعمته بې برخې شي. که تا ته نصيب شي يا نه، خو چې له ده ولاړشي.
حسد کول ډېر لويه ګناه ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې حسد نه ځانونه وژغورئ. ځکه چې حسد د مسلمان نيکۍ داسې خوري لکه اور چې لرګي سوځوي.
حسد د علماوو، مالدارانو، د دفتر مامورينو او منصبدارانو تر منځ وي. الله تعالی دې موږ تاسې ټول ترې وژغوري.
مولوي صیب علماوو ته موتوجه شو، چې علمي تحقيق، پلټنې او فقهي بحثونه فرض کفايي دي، مګر په دغو بحثونو او تحقيقاتو کې له سپکو، کبرجنو خبرو او حسد څخه ځان سات فرض عين دي.
بله خبره يې دا کوله، چې زموږ د ټولنې يو بل ستر مشکل جهل او ناپوهي ده.
علم او جهل د يو بل ضد دي. حديث شريف کې راځي، چې اخره زمانه کې به جهل زيات شي او علم به ورک شي.
زموږ ټولنه کې کور، جومات، چاپيريا، ښونځۍ او مدرسه په کامله طريقه په اسلامي منهج نه دي ولاړ، نو ځکه مو ټولنه ورځ تر بلې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کيږي، په داسې حال کې، چې موږ ټول هر يو دا غوړاو، چې زموږ ټولنه او فرد دې اصلاح شي مګر نه کيږي.
راځئ له خپل ځانه يې پيل کړو.
له خپلو ځانونو، کبر، لويي، خودخواهي او جهل وباسو او په کلکه له دې سرطاني مرضونو توبه وباسو . الله تعالی به مو دنيا او اخرت سم کړي.
يو حديث شريف کې راځي، چې که له يو سړي، په مال بار اوښ ورک وي او دی ورپسې لالهانده ګرځي او د ډېرې ستړيا له امله يو ځای ويده شي او چې راويښيږي، نو اوښ يې په مال بار سر ته ولاړ وي، نو دی به څومره خوښحاله وي؟ الله تعالی له دې هم زيات د خپل بنده په توبه خوشحاليږي. راځئ چې الله تعالی ته اجتماعي توبه وباسو. الله تعالی به مو دنيا او اخرت ټول سم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x