
د زړه دروازه
عرفان الله عرفاني
زړه تـه مې د زړه دروازه خلاصه کړه!
راشه ورتـه تــه دروازه خلاصه کــړه!
ډېر دی ستړی کړی د بېلتون دښتو
لږ چې شي ویــده دروازه خلاصه کړه
ناست دی د کــلا د دېوال سیوري ته
غـواړي لــــږ اوبه دروازه خلاصه کړه
ستا تصویر مې سترګو کې ساتلی دی
زار دې شـــم باڼه دروازه خلاصه کړه
ګوره د مېلمه قــــدر بــه ډېر کوې
ټول یــــو پښتانه دروازه خلاصه کړه
پام چې عرفانـــــي رقیب ته پړ نکړې!
راغی پـــر کــوڅه دروازه خلاصه کړه