افغانستان

بغلان: کابل ته د وارداتي برېښنا پایه الوځول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۷): د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د کېله ګي په سیمه کې نامعلومو وسلوالو کابل ته د واراداتي برېښنا یوه پایه په بمونو الوځولې ده.

په کابل کې د برېښنا شرکت چارواکو په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دغه پېښه د شپې ناوخته پر دوه بجې را منځته شوې ده. چې له امله یې د ازبکستان هیواد څخه کابل ته وارداتي برېښنا قطعه شوې ده.

برېښنا شرکت ویلي چې دوی اوس مهال د پلازمینې کابل لپاره د اوبو او حرارتي ۹۰ میګاواټه برېښنا لري.

د بغلان ولایت د والي ویاند محمود حقمل هم ددغې پيښې تایید کړی دی او ویلي يې دي چې دغه کار طالبانو د ماین په واسطه تر سره کړی دی .

نوموړی ویلي چې دوی به یې د برېښنا شرکت د کارکوونکو او امنیتي ځواکونو په مټ ډېر ژر بیرته ورغوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وه چې ددوی تر ولکې لاندي سیمو څخه دي برېښنا نه قطعه کیږي، کنه دوی به مجبورا د په ښاري سیمو کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د قرارګاو او نورو دولتي ادارو برېښنا هم قطعه کړي.

تر اوسه طالبانو د وروستۍ پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې دوه کاله وړاندي هم د جګړو له امله د ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا یوه ستنه چپه شوې وه چې له امله یې د کابل څخه څلویښت ورځې برېښنا قطعه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zadran

بریښنا مطلب رڼا او نور.طالبانو د ښه او بدو پیژندګلوی له لاسه ورکړی ده ،له دی خلکو څخه ګیله مکوی،ځکه چه دوی له خلکو څخه ژوند اخلی نو بریښنا څه شی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x