یو لمر او څلور ستوري ـ نبوي سیرت – اوومه برخه

د حنين غزا

دغه غزا هم د اتم هجري کال د شوال په لسمه پېښه شوه،سبب يې داو چې هوازن او ثقيف مشران وډارېدل، چې ممکن حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د مکې له فتحې وروسته نو پر دوی بريد وکړي.

ځکه خو يې وغوښتل چې تر مسلمانانو وړاندې پرې دوی بريد وکړي، نو يې له دوو کلاګانو نه شل دېرش زره لښکر راټول کړ او مشر يې مالک بن عوف ورته وټاکه، هغه امر وکړ چې لښکريان بايد زاړه، واړه، څاروي او ټول شته له ځانو سره راواخلي. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم هم انصار، زاړه او نوي ټول مسلمانان ددې جګړې پرلور روان کړل. کله چې مسلمانان د حنين درې ته ورسېدل نو د کفارو له خوا محاصره شول، مسلمانانو کلک مقاومت وکړ او کفار يې مات کړل.

مسلمانان  د غنيمتونو پر راټولولو لګياشول، چې د کفارو ترغشو لاندې راغلل، ځينې نوي مسلمانان وتښتېدل. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ناره وکړه:

ـ زه پيغمبر يم، دروغ نه وايم زه د عبدالمطلب له پښته يم.

د مسلمانانو ترمنځ اوازه ګډه شوه چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم شهيد شوی دی، ځينې مسلمانان بېخې مايوس شول او سلاح ګانې يې وغورځولې. مګر د حضرت عباس رضی الله عنه زورور غږ سره راټول کړل،چې ويل يې: حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ژوند دی! له دې غږ سره مسلمانان بېرته راوګرځېدل او پر کفارو يې مرګوني ګوزارونه وکړل او ماته يې ورکړه.

د تبوک غزا

دغه غزا د هجرت په نهم کال د رجب په مياشت کې پېښه شوه، بل نوم يط (عسره) دی. د دې غزا سبب دا و چې روميانو په شام کې د لښکرو پراټولولو لګياوو، ځکه چې دوی ته د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د پرلپسې فتوحاتو له امله وېره پيداشوې وه. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم سمدستې مسلمانانو ته د جګړې امر وکړ، په دې وخت کې جګړه ډېره سخته وه ځکه چې ډېره سخته ګرمي وه. مګر بيا هم ټولو صادقو مسلمانانو پکې ګډون وکړ، خو درې نفره له دې جګړې پاتې شول.

حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له بډايو خلکو نه وغوښل چې (جيش العسره) تر خپلې وسې تمويل کړي، حضرت اوبوبکر صديق رضی الله عنه ورته خپله ټوله شتمني راوړه، حضرت عمر فاورق رضی الله عنه ورته پوره نيمايي شتمنې راوړله؛مګر حضرت عثمان رضی الله عنه د ټول لښکر درېيمه برخه تمويل کړه، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ورته دعا وکړه او ويې فرمايل: له دې وروسته به عثمان رضی الله عنه هيڅ تاوان ونه ويني.

ځينې بې وسه اصحابان د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم خواته راغلل او ويې ويل: موږ د سپرلۍ لپاره څه شی نه لرو. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ورته وفرمايل: له ماسره هم څه نشته چې در يې کړم. هغوی نمجنې سترګې ترې رخصت شول. په دې غزا کې څو اتيا منافقانو ګډون ونه کړ، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته يې د دروغو پلمه وکړه، او هغوی ترې ښکاره پلمه ومنله. حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له دېرش زره لښکر سره د تبوک په لوري وخوځيد، دا د عربو په تاريخ کې تر ټولو لوی جنګ و، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم شل ورځې په تبوک کې تېرې کړې؛مګر جنګ ونه شو، دغه د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم وروستۍ غزا وه.

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وفات

حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له وفاته وړاندې حج ته لاړ، چې په ټول ژوند کې يې دغه يو حج کړی دی، دې حج ته (حجة الوداع) وايي. کله چې په مسلمانانو کې اوازه ګډه شوه چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم غواړي حج ته لاړشي، نو له بېلابېلو سيمو نه د خلکو کتارونه راجوړ شول، په دې حج کې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم تاريخي خطبه وويله چې پکې راغلي دي:

ای خلکو! ماته غوږ ونيسئ، ممکن له دې کاله پرته بيا دلته سره ونه وينو. ای خلکو! ستاسې وينې او مالونه يو پربل داسې حرام دي، لکه نن په دې ښار کې، تر هغې چې د الله جل جلاله در ته ورځئ. نو هلته به ستاسې له کړنو نه پوښتنه وشي.

حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته په وحي د خپل ژوند وروستۍ شېبې معلومې شوې وې، ځکه خو يې په حجة الوداع کې له خلکو سره خدای پاماني وکړه. کله چې د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د وفات خبره په مسلمانانو کې خپره شوه، نو د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ملګري سخت خپه شول، د چاژبې وتړل شوې، خپ ـ چوپ او حيران پرېشان  وو، ځينې يې بېهوښه شول او د تګ وس يې په ځان کې نه درلود. حضرت عمر فاروق رضی الله عنه توره وايسته اوهيڅوک يې د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د وفات خبرې ته نه پرېښوودل؛ مګر حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه استقامت وکړ، کله چې يې د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم مبارک جسد وليد، نو خلکوته راغی او ورته ويې ويل:

ـ  ای خلکو!څوک چې د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم پرستش کوي، نو هغه وفات شو او څوک چې د الله جل جلاله پرستش کوي، نو  هغه نه مري.

او وروسته يې دغه آيت شريف تلاوت کړ:

ژباړه:محمد له پيغمبرپرته (بل څوک)نه دی او ترې وړاندې هم پيغمبران وو او تللي دي.ايا که هغه وفات يا ووژل شي تاسې بېرته په شاګرځئ، هرڅوک چې په شا وګرځي الله جل جلاله ته وړوکی تاوان هم نه رسېږي او الله جل جلاله شکر ويستونکو ته بدلې ورکوي.(آل عمران، ۱۴۴)

پاتې شته…

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک