نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه پيلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۷): د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې نن او سبا د افغانستان د سولې او کابل پروسې څخه د ملاتړ په خاطر نړیواله غونډه جوړیږي.

په دغه غونډه کې د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو په شمول، امریکا، روسیه، چین، اورپايي ټولنه، پاکستان، سعودي، ایران او متحده عرب اماراتو استازي ګډون کوي.

د سولې عالي شورا مطبوعاتي مسؤول رسنیو ته ویلي چې په دغه غونډه کې به په کابل پروسه کې د ولسمشر له لوري طالبانو ته وړاندیز شوې طرحې څخه ملاتړ وشي او پر سولې به یو ځل بیا ټینګار وشي.

د نوموړي په وینا تر اوسه دوی ته د طالبانو له لوري رسما د ولسمشر د وړاندیز په اړه مثبت یا منفي ځواب نه دی رسیدلی خو غیر مستقیمو اړیکو هیله من کړي دي.

ټاکل شوې چې د تاشکند غونډې پایله د سې شنبې په ورځ په یوې ګډې اعلامیه کې خپره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د