505620954

پنځلس نښې، چې د دې ښکارندویي کوي، باید له خپلې دندې څخه لاس واخلئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې تر اوسه مو په ګوګل کې لټولي وي، چې آیا باید له کومې دندې څخه لاس په سر شم؟ احتمالاً د دې وخت را رسېدلی، چې د دې موضوع په اړه جدي فکر وکړئ.

موږ په خپل کار کې ډېرې بدې ورځې تر شا پرېښي دي، خو که چېرې یوه ورځ مو هم نه یادېږي، چې په خپل کار کې مو ورځ ښه تېره شوې وي، نو وخت یې دي، چې له خپل کار او دندې څخه بهر شئ.

البته له دې څخه زیاتو نښو نښانو ته اړتیا لرئ، ترڅو د دې تصمیم له پاره ډاډه شئ، نو په همدې خاطر مو ستاسو له پاره دا لېست چمتو کړی دی.

که چېرې د دې وروستیو څو میاشتو په لړ کې مو د لاندې لېست څو موارده لیدلي وي، نو په جدي توګه باید د خپل کارځای د بدلون په اړه فکر وکړئ.

۱ ـــ تل ستړی او بې حوصلی یاست:

که چېرې کاري وضعیت مو ستاسو له پاره، هېڅ ننګونه نه لري، په دې برخه کې مو له خپل رییس سره خبرې کړې دي او هېڅ بدلون نه دی را منځته شوی، نو دا د دې ښکارندویي کوي، چې باید له خپلې دندې او کار څخه لاس په سر شئ. سره له دې چې په کار ځای کې بې حوصلګي کله وخت عادي او طبیعي احساس دی، خو څېړونکي په دې باور دي، چې د دې احساس اوږدېدل، د اخطار نښه ده، چې د دې ښکارندویي کوي، چې کار مو داسې څه نه دی، چې ترې خوند واخلئ.

که چېرې د کاري ساعت ډېری برخه مو په دې تېرېږي، چې په انټرنېټ کې ګرځئ یا په خپل موبایل کې ګېم وهئ یا سترګې مو تل د ساعت په لور وي، چې کاري ساعت مو پای ته ورسېږي، نو د دې وخت را رسېدلی، چې له هغه کار څخه بهر شئ.

۲ ـــ له مهارتونو څخه مو ګټه نه اخیستل کېږي:

ډېری وخت اړتیا وي، چې رییس ته مو دا ثابته کړئ، چې وړتیاوې لرئ او لا ډېر مسئولیتونه په غاړه اخیستلی شئ، خو که چېرې یوه موده مو دا کار ترسره کړ او په کاري وضعیت کې مو بدلون را منځته نه شو او دغه راز ومو نه شو کولای، چې له خپلو استعدادونو او مهارتونو څخه په ښه توګه ګټه واخلئ، نو د بل کار د ټاکلو په اړه فکر وکړئ.

۳ ـــ ستاسو د مشر موخې، ستاسو له موخو سره همغږي نه لري:

په دې ورځو کې د ډېری کسانو له پاره مهمه ده، چې په سم او مناسب شرکت کې خپل وخت پانګونه کړي، په همدې دلیل غوره ده، چې له ځانه پوښتنه وکړئ، چې آیا د هغه شرکت موخې په کوم کې چې کار کوئ، ستاسو له موخو سره همغږي لري او که نه؟ آیا ستاسو د خوښې وړ تحرک ستاسو واک کې درکوي؟ آیا ستاسو هیلې پوره کوي؟

۴ ـــ رییس مو د زغم وړ نه دی:

ډېری کسان خپل رییس پرېږدي، نه خپل کار، ستاسو د رییس چلند او لېوالتیا ستاسو په هغه وخت باندې ډېره ښه اغېزه لري، کوم چې په کار ځای کې یې تېروئ، حتا ستاسو د ژوند په نورو اړخونو باندې هم اغېزه کوي. که چېرې د هغه اخلاقو او چلند په تاسو باندې ژوند تریخ کړی دی، نو غوره ده، چې له خپل کار څخه بهر شئ.

۵ ـــ داسې احساس کوئ، چې هېڅکله نه شئ کولای، چې بریالي شئ:

کار مو باید په تاسو کې د ننګونې احساس را منځته کړي، لکه څنګه چې غواړئ په کوم څه کې ګټونکي او بریالي شئ، نه دا چې اړ واوسئ، چې په هغې جګړه کې ګډون وکړئ، چې مخکې تر مخکې پکې بایلونکي  اعلان شوي یاست او هېڅ څیز تر لاسه نه کړئ.

۶ ـــ وده نه کوئ:

په یوه کار کې درېدل، ډېر آسانه را منځته کېږي، خو که چېرې له خپل کار سره مینه لرئ، نو دا بهیر به په تاسو کې د هوساینې احساس را منځته کړي، خو ډېره زیاته مهمه ده، چې په یاد ولرئ، هر کار چې ترسره کوئ باید ستاسو مهارتونه لوړ کړي او د یوه کارمند په توګه ستاسو ارزښتونه زیات کړي. که چېرې په خپل کار کې هېڅ نوی شی نه زده کوئ او یو مشخص کار هره ورځ تکراروئ، نو غوره ده، چې په بل کار پسې وګرځئ.

۷ ـــ باید تل خپلو خبرو ته پام وکړئ:

کله چې اړ یاستئ، د هرې هغې کلمې په اړه فکر وکړئ او تحلیل یې کړئ، کومه چې له خولې څخه مو بهر کېږي او په دې اړه خواشیني یاست، چې رییس او نور به یې څه ډول تعبیروي، نو ستاسو له پاره به د کار شرایط ډېر زیات ستونزمن شي. که چېرې نه شئ کولای، چې په کار ځای کې ( خپله ) واوسئ، خپل کار ته بدلون ورکړئ.

۸ ـــ شرکت مو په تاسو باندې پانګونه نه ده کړې:

د مدیرانو خوښېږي، چې خپل کارمندان بوخت وساتي او بوختول یا بوخت ساتل تر ټولو زیات پلویان لري. په شرکت کې د کارمندانو بوختېدل، تر ټولو مهم دي.

کله چې کارمندان په کار باندې بوختېږي، نو ډېره لېوالتیا او خلاقیت به ولري او د هغه کار او موخې ترمنځ به لا پسې ډېره اړیکه ټینګه شي، د کومې له پاره چې هڅې کوي، په داسې حال کې، که چېرې کارمندان په کار باندې بوخت نه شي، نو د شرکت او د هغه د موخو په اړه بې غوره کېږي او ښایي د کاري پروژو د ماتې لامل شي. که چېرې داسې تصور کوئ، چې ستاسو شرکت په کار باندې د کارمندانو بوختولو ته پام نه کوي، نو غوره ده، چې د کار له پاره، کوم بل ځای ولټوئ.

۹ ـــ تل د مالي مسایلو په اړه خواشیني یاستئ:

سمه ده، چې له موږ څخه ډېری د پیسو په اړه اندېښمن یاستو، خو که چېرې ستاسو په ذهن کې تل دا اندېښنه وي او دلیل یې ستاسو خپل بېځایه لګښت نه دی، نو احتمالاً وخت یې را رسېدلی دی، چې له خپل کار سره مخه ښه وکړئ. که چېرې په دې کار کې ډېره موده وئ، له مدیریت څخه وغواړئ، ترڅو په دې اړه ورسره خبرې وکړئ. ډېره دقت وکړئ، چې هغه دلایل په روښانه توګه ورته توضیح کړئ، چې له مخې یې ډېر حقوق او امتیازات غواړئ او دغه راز دلیلونه مو باید په بشپړه توګه منطقي او عملي وي او له هغوی څخه وغواړئ، چې ستاسو وضعیت وارزوي. که چېرې شرکت ستاسو د حقوقو او امتیازاتو له ورکړې سره موافق نه و، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې له دې شرکت سره مخه ښه وکړئ او داسې یو شرکت پیدا کړئ، چې کافي حقوق او امتیازات درکړي.

۱۰ ـــ آیا داسې انګېرئ، چې له شرکت څخه د لرې کېدلو په درشل کې یاست:

دا چې د لرې کېدلو په درشل کې یاست، بېلابېلې نښې لري. د شرکت د انساني ځواک له کمښت څخه نیولې، له نویو افرادو سره تر قرار دادونو او مرکو پورې. اړتیا نه شته، چې تاسو هم له کښتۍ سره ډوب شئ، د ژغورنې جامې واغوندئ او په اوبو کې لامبو ووهئ.

۱۱ ـــ نشئ کولای، چې د راتلونکي کال له پاره په هغه ځای کې ځان مجسم کړئ:

کار پوهان په دې باور دي، چې له پخواني کار څخه د یوه نوي او غوره کار د پیدا کولو له پاره، په منځنۍ کچه یوه کال ته اړتیا ده، په همدې دلیل هغوی سپارښتنه کوي، د پخواني کار له پرېښودلو څخه یو کال وړاندې، ځان په هغه کار او شرکت کې مجسم کړئ، له کوم سره چې مینه لرئ. که چېرې هغه څه له اوسني وضعیت سره مو هېڅ توپیر نه درلوده، کوم چې مجسم کړی مو دی، نو غوره ده، چې د یوه نوي کار په لټه کې شئ.

۱۲ ـــ  د جدي باور مسایل لرئ:

که چېرې فکر کوئ، چې د شرکت رییس مو په نا قانونه فعالیتونو باندې بوخت دی، په هغه باندې باور نه لرئ، نو وخت یې را رسېدلی، چې د تګ په اړه مو فکر وکړئ. هېڅکله باید په داسې یوه چاپېریال کې ونه اوسئ، چې تاسو دې ته اړ کړي، چې په غیر قانوني فعالیتونو کې ونډه واخلئ، چې کولای شي، ستاسو په کاري سابقه باندې منفي اغېز ولري. که چېرې په خپل رییس مو خپل باور له لاسه ورکړ، په هر دلیل چې وي، څه درواغ ویل او یا بېځایه ژمنه کول، نو په هغه چاپېریال کې به ستاسو له پاره کار کول، ډېر ستونزمن شي.

۱۳ ـــ ډېر ستړي یاست:

کار کول، کولای شي د ټولو له پاره ستړي کوونکي واوسي او موږ ټول هر وخت ستړي کېږو. که چېرې ژوند مو په اوږد مهالې توګه د کار له پاره مو ستړی و ستومانه دی، نو احتمالاً د هغه کار د پرېښودو وخت را رسېدلی دی.

۱۴ ـــ د شنبې له ورځو څخه وېره او ډار لرئ:

موږ ټول هر وخت د شنبې له ورځو څخه وېره او ډار لرو، خو که چېرې د خپل کار په اړه فکر کول مو هم په وېره کې ډوبوي، نو د کار د پرېښودلو وخت مو دی. سره له دې د شنبې  شپې اندېښنې او خپګان د یوې کارې اوونۍ د پیل له پاره یوه طبیعي موضوع ده، خو له خپل کار څخه ستاسو د ډېرې ستړیا یوه له نښو څخه داده، چې تر ډېره د اوونۍ وروستۍ ورځ ستاسو له پاره، له زندان څخه د خلاصون حکم لري او په ژوره توګه له دې څخه وېرېږئ، چې څنګه خپل کار ته بېرته ور وګرځئ.

۱۵ ـــ په خپل کار ځای په لوړ غږ نه شئ خندلی:

هو پوهېږو، چې کار په دلیل د کار نا هیلی کېږي، خو په ډېری دندو کې باید د آرامتیا او هوساینې یوه کچه ولرئ، چې کله وخت لوړ لوړ وخاندئ، کله چې دا حالت نه لرئ، نو د اخطار یوه نښه ده.

په دې برخه کې د تصمیم نیونې له پاره، خپل زړه ته رجوع وکړئ، که چېرې داسې احساس کوئ، چې له کار څخه استعفا ورکول او کار پرېښودل، یو ښه تصمیم دی، حتا که چېرې له هغې څخه وروسته له خپل نا معلوم برخلیک څخه وېره هم لرئ، نو غوره ده، چې د خپل زړه خبرې ته غوږ ونیسئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د