fbpx
graveyardwideMAIN-1402317381-205-640x480

هانګ کانګ کې کورونه ارزان او قبرونه بيخي ډېر ګران بيه دي

 

هانګ کانګ د نړۍ يوازنی هېواد دی، چې ژونديو کسانو لپاره پکې اپارتمانونه ارزان او د قبرونو بيه يې بيخي ډېره لوړه ده، چې د متوسط سړي له وسه وتلې ښکاري.

يو لامل يې دا دی، چې نفوس يې زيات او ځمکه يې کمه ده. له همدې امله ۱۹۷۰م کال راهيسې هانګ کانګ کې پر دايمي قبرجوړولو بنديز دی.
هر قبر بايد شپږ کاله وروسته ويجاړ او پر ځای يې نوي قبرونه جوړ شي.

هانګ کانګ کې هغه مړی بختور دی، چې وارثان يې د ده د قبر لپاره زوړ قبر وران او د پخواني مړي پاتې شونې وسوځوي او پر ځای يې نوی مړی خښ کړي.

 

هانګ کانګ کې اوس د شپږ کلن قبر لپاره پچه اچول کيږي او تر څو چې د کوم مړي پچه نه وي ختلي، په يخچال کې به د قبر لپاره انتظار کوي.

هانګ کانګ کې ځينې کليساوې شخصي هديرې لري او که څوک وغواړي، دغه هديرو کې قبر تر لاسه کړي، نو دروند قيمت به يې ادا کوي او بيعه يې د متوسط سړي له وسه وتلی ښکاري.

خبر زياتوي، ۲۰۱۳ م کال کې د قبرونو د لوړو قيموتونو له امله هانک کانګ کې نوي سلنه مړي د وارثانو په غوښتنه سوځول شوي دي.
د کليسا شخصي هديره کې ۴۳ مربع سانتي متره قبر په ۸۰ لکه هانګ کانګي ډالرو دی، چې شاوخوا شپږ مليونه افغانۍ کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د