نړۍ

روسیې په افغانستان کې د ناپيژاندو الوتکو اندېښنه بیا تکرار کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۷): په تاشکند کې د افغانستان په اړه د امریکا او نورو هیوادونو سره تر ګډې ناستې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د ناپيژاندو الوتکو اندېښنه تکرار کړه او وې ویل چې دغه الوتکې له یوه ځایه بل ځای ته وسلې او وسلوال انتقالوي.

د سپوټنیک روسي خبري اژانس د را پور سره سم د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼې کې راغلي: « په افغانستان کې د داسي چورلکو کارول چې هیڅ نښې باندي نه وي، تر څو وسلوال او هغه وسلې په کښي انتقال شي چې د غربي هیوادونو کې جوړیږي، مونږ یې په اړه جدې اندېښنې لرو، په ځانګړي ډول کله چې دغه اندېښنې یو شمېر افغان چارواکي هم تاییدوي، دا یو داسي حقیقت دی چې باید په اړه یې جدي پلټنې وشي».

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسیه د افغانستان په شمال کې د طالبانو او داعش په عملیاتو کې د زیاتوالي له امله اندېښنه لري.

باید وویل شي چې نن په تاشکند کې د روسیې، امریکا، چین، پاکستان، سعودي، امارات، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو په شمول نړیواله غونډه جوړیږي چې په کښي به د افغانستان موضوع او د سولې پر پروسې بحث وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فریدون

دا به طالبان وی زما په نظر اوس خو یی روابط شه شوی دی

غ.حضرت

فریدون صاحب!
خبره پدې کی نده چه د چورلکی سورلۍ څوک دی بلکه خبره پدې کی ده چه چورلکه د چا ده چه د چورلکی خاوند وپېژندل شی سورلۍ خپله پېژندل کیږی.

Zadran

زه دځدرانو په جګو غرونو کی شپونکی یم،خپله رمه پیایم.دا طیاری خو زه ډیری وینم چه ځی راځی.خو دا چه انتېرنېت دا لاری اورم،طالیبانو او روسانو راوابط اوس ډیر ښه شوی دی.نو دا طیارو خامخا د روسانو دی چه طالیبانو ته ویسلی راوړی.او طالیبان په بدل کی ښه فراوان تریاکو طیاره ورته ډکی کړی،دا یو نوی تجارت شروع شوی.

محمود

زه د ځدرانو قوم هغوی ته چه تر اوسه لا ښه او زږه مسلمانان پاتی شوی ، درناوی لرم ، مګر دغه خډران چه دی پاڼی کی د وایروس په شان لکه د لیونو یا ماشومانو غوندی تبصری لیکی نفرت لرم ، لمړی ورته دعا کوم چه د کفر او منافقت له دغه لاعلاجه ناروغی دی الله ج صحت ورکړی ، که نه الله ج دی د ترکی ، امین ، کارمل او نجیب په برخه لیک اخته کړی ، د فریدون او غ حضرت په شان نور بچوړی هم لری تل یو بل ته پاس او شوت کوی ،… نور لوستل »

غ.حضرت

ځدران صاحب سلام.
هیڅوک اجازه نلری چه ستاسی د شپونۍ د ادعا په هکله تردید او شک ولری خو خبره داده چه:
ته پوهېږې چه زمانه آخره ده، فسق او فساد ډېر دی بناً زما توصیه تاسی ته داده چه لطفاً دا خپل موبایل دی د پسونو د رمې څخه لیری لیری ساته ځکه که د کوم پُسه لاس ته موبایل ولوېږی او فیس بوک او ټیس بوک او پُس بوک باندی روږد سی نو هغه وخت به درته سخته وی چه رمه دی په یوه ( های) تر ( بای) پوری ورسوې.

Zadran

غ.حضرت صاحب.ښه مشوره د راکړه،انشالله عمل به په کووم.د رمی پیوولو سره نور کارونه هم کوم.کله چه رمه د څړ ځای کی پریږدم نوزه په څیړنه پیل وکړم.او پرون می چه کله رمه د څړ په ځای کی پریښوده نو می څیړنه پیل کړه.څیړینه داسی وه.زما څخه مخامخ یو دنګ جګ نښتر ولاړوه.ورنږدی شوم ،نظر می په واچوه اټکلی څخه معلومیده چه دا نښتر به پنځه څخه تر اوه سوو کالو عمر درلود.په وچ او دنګ ځای کی ولاړ وه.همالته کیناستم په سوچ او فکرونو می شروع وکړه.هغه داسی چه.دا دنګ نښتر ته الله ج اوه سوه کاله اوبه ورکړی… نور لوستل »

غ.حضرت

محمود صاحب!
ته یا جاهل ئې یا د یهودو مزدور که نه پر مسلمان ورور تهمت ویل شیطان غوندی یو جرئت غواړی.ما هیڅکله د فریدون یا ځدران خبره نه رد کړې او نه تائید کړې ده بلکه فقط یو وړوکی نظر می ورکړیدی.
په هر حال که جاهل ئې یا مزدور، خدای پاک دی د انګرېز او یهودو په ډله کی محشور که او هغه جهنم دی ځای سه چه یوازی د دجال او د هغه د لارویانو لپاره جوړ دی.

وفادار

غلام حضرت صاحب ! منافقین تل ستاسی په شان خبری کوی لس خبری سمی او یوه ناسمه کوی یعنی د سمو خبرو په شتون کی خپلی ناسمی په خلکو منی او د خلکو تر منځ نفاق او شقاق زیږوی له خلکو ناپوهه او جاهل زیږوی هماغه جاهله چه تاسی یی نورو ته یادونه کړی ، د خولی په خبره له شیطانه پیغمبر او له پیغمبره شیطان جوړولی شی مګر عملی بنه کی خپله هغه څه تر سره کوی چه نورو ته یی وایاست ، دا تهمت نه دی ، وایی [ دا جهان به شان د غره دی او زمونږ… نور لوستل »

pattang

وروڼو طالبان له روسانو اصلحه نه اخلي او ملا هیبت الله صیب یې سخت مخالفت کوي او روسانو په افغانستان کې۱۱ کاله جنګ کړی دی ! اصلحه امریکا داعش ته ورکوي او داعش دcia نوې پروژه ده !

الحاج استاذ بیانزی

پټنګ صاحب ستا خبره هم تر ډیری کچی نه ردووم ، مګر د سیاسی حالاتو د ارزونی له مخی زما ارزونه بیا داسی ده : له یوی مخی هغه شوروی اتحاد چه پرون وو نن نشته نن د روسیی فیدریشن په نامه یادیږی یعنی کمونستی استعمار هلته نور نشته هو د کمونستی دوری بقایا لکه پوتین او داسی به وی مګر هغوی د کمونستی دوره کی هم تعقیم شوی وو یعنی تر کمونستی د لویدیز د موکراسی او سکولریستی ته ډیر وفادار وو او د همدوی په مټ په روسیه کی کمونیزم مات شو او ددی د پاره چه د… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx