fbpx
elections-need-to-be-fraud-free

انتخابات بیا ترسره کیږي!! / لیکوال: فاتح کاروان

دا چې څو روځې وروسته یعنې د راروانې شنبې په ورځ به نمایشي انتخابات بیا ترسره کیږي باید هیوادوال مو خبر وي چې  د دې صلیبي ډرامې  پایلې ډيرې خطرناکې دي، دلته خبره د اشرف غني او ډاکټر عبدالله نه ده بلکې خبره د کفر او اسلام ده، هغوی خو هسې هم دواړه د امریکایانو لاسپوڅي دي، راځۍ د دواړو له اهدافو ځان خبر کړ و چې تر کومه ځایه زموږ د هیواد او ولس په ګټه دي؟؟

که د ډاکټر عبدالله خبره شي نو هغه خو واضحه ده چې  یو جنګي مجرم دی په کورنیو جګړو کې یې دومره جرائم ترسره کړي چې  څومره یې تر وس پوره وو، خو اشرف غني هم  کومه معصومه څيره نه ده، د نجیب په کمونیستي دولت کې د اشرف غني رول له هیچا پټ  نه دې، همداسې له امریکایانو ملاتړ بیا هغه نه بخښونکې جرم دې چې  که هر څوک يې معاف کړي خو اسلام یې نه معاف کوي، مطلب مې دادې چې  د عبدالله او اشرف غني ترمنځ یو هدف شریک دې او هغه دا چې دلته باید امریکایان نظامي اډې ولري، که له  ضد او عناد پرته په انصاف فیصله وشي نو ټول  خلک دا مني چې د فساد اصلي سرچینه دلته د امریکایانو موجودیت دې، تر څو چې امریکایان دلته موجود وي  نو نا امني او فسادونه به دوام ولري.
د نړی د ولسونو مشران چې کیني نو د خپل هیواد د خپلواکۍ په هکله جدي فکر کوي خو زموږ مفکر صیب چې  دا دومره فکرونه کړي یواځې دا نتیجه یې  ترلاسه کړې ده چې باید امریکايي  عسکر دلته پاتې شي!! عجیبه کیسه ده!!
 تر امریکایانو وړاندې دا خاوره خپلواکه وه، شرعي نظام حاکم و، سوله او ارامي وه، خو له کله نه چې  د انسانیت دښمنانو( امریکايي عسکرو) دلته خپل ناپاک قدمونه ایښي نو بیا د دې ولس پرمخ  د فساد او عذابونو دروازې خلاصې شوي دي، موږ وایو: د یو مسلمان هیواد لپاره یو مسلمان، پوه او عادل مشر ته ضرورت وي، تر څو د هغه هیواد په وړاندې  د کورنیو او بهرنیو چیلنجونو پر ضد مبارزه وکړي او دا مبارزه به   د خپل ملت په مرسته کوي نه د بهرنیانو، ځکه چې بهرنیان که کومه مرسته کوي نو هم به یې تر شا لوی او خطرناک اهداف پراته وي، خو اشرف غني او عبدالله په ډيره سپين سترګۍ وايي چې امریکایان باید دلته نظامي اډې ولري؛ د دې دریځ مطلب دا شو چې  یواځې کرزې به لرې شي او یو بل ګوډاګې به  ارګ په ګدۍ کیني نور نو د تحول او بدلون تمه کول له حماقت پرته بل څه نه دي!!
تر دې زیات باید افغانان هم تمه ونلري ولې چې  د یو اشغال شوي هیواد د واک چارې عملاً د اشغالګرو سره وي، همدا اوس وګوره که مو له یوې خوا مظلوم هیوادوال د فقر او بیکارۍ په وروستي حد کې قرار لري او  د یوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو پسې په کلونو کلونو مسافري کوي، نر او ښځه، لوی او وړوکې يې په شاقه کارونو بوخت دي،  له بلې خوا پرې زلزلې او سیلابونه راځي ، خو ښاغلې اشرف غني او ډاکټر عبدالله په خپلو کمپاینونو په میلیونونو ډالر مصرفويٍ، یو څوک چې مخکې یې د هیوادوالو سره مرسته نه وي کړي  په راتلونکي کې هم ترې تمه نه ده پکار، بیا اشرف غني خو هر چاته معلوم دې چې ټوله  ځواني یې  د کفارو په خدمت کې تیره کړه اوس چې عمر يې تیر شو او له کاره ولویده پر موږ رانازل شو او عبدالله عبدالله خو بیخي مه یاده هغه خو هسې هم  د وژلو او ورانیو اتل دی، ولې د حیرانتیا خبره  داده چې  نږدې ټول افغانان د رشید دوستم په جنایاتو خبر دي او ډیری افغانان یې محاکمه غواړي  مګر دا چې  د نړۍ دوهم مفکر؟ اشرف غني  صاحب د ځان لپاره معاون ټاکلې  اوس یې څوک له جرمونو نه یادونه هم نه کوي دا څه ډول کیسه ده؟؟ د یو ظالم شخص  مقررول په حیث د معاون، دا هم کومه کارنامه ده؟؟ دا هم کوم تحول دې؟؟ خو پرون نجیب تر عسکر ۍ ورساوه، مجددي او کرزي تر جنرالۍ ورساوه او اشرف غني  ورته د معاونیت چارې وسپارلې یعنې د تیرو جرمونو او وحشتونو بدل یې ورکړ، و یې نازاوه، و یې هڅاوه او خلکو ته يې داسې تصور ورکړ چې ګواکې  د دوستم ظلمونه او وحشتونه هیڅ هم نه وو اوس چې د  تحول او تداوم په ټيم کې  دی باید معاف شي؟؟ ولې دا د زرګونو بې ګناه افغانان د شهادت دیت لکه چې یواځې اشرف غني  اخیستلای شي؟؟ یا دا چې  د زرګونو شهیدانو د ژوند قیمت باید اشرف غني وټاکي؟؟ نه هیڅکله هم داسې نه شي کیدای، اشرف غني  په دې کار سره افغان ولس او نړیوالو ته خپل هویت افشا کړ نور یې چې څوک نه مني او دلایل ورته جوړوي دا د هغه خپل  کمقلتوب دی .
افغان ولس باید د خپلو قاتلانو او د هغو کسانو په  هکله چې د دوی د قاتلانو ملاتړ کوي، ډير جدي و اوسي، کله چې د عدالت خبره راځي نو لومړې باید ظالم محکوم شي نه  داچې د معاونیت چارې وروسپارل شي، ځکه چې دا کار په لوی لاس  هغه ته د ظلمونو  لاره خلاصوي؛ بله خبره دا ده چې  افغانان نور له ډیموکراسۍ او جمهوریتونو نه تنګ شوي دي، د دې هیواد ټولې ستونزي په  یو اسلامي نظام  سره حل کیدای شي، د ډیموکراسۍ وضعي او خودساخته قوانین د یوې مسلمانې ټولنې لپاره هیڅ درد نه شي دوا کولاي، که عبدالله عبدالله دی او که اشرف غني، خو دواړه د کفارو له ملاتړ نه برخمن دي او دا په یاد ساتۍ چې  کفار له  هر چا ملاتړ نه کوي پرته له دې چې  خپلې شومې ګټې په نظر کې و نه نیسي، نن چې  د نړی کفارو اشرف غني ته د مفکر نوم ورکړې  دا یې  د افغان ولس د تیر ایستلو لپاره ورکړې کنه نو اشرف غني ولاکه داسې کومه کارنامه کړي وي چې  زموږ د ولس درد دې پرې دوا شي، هغه یوه کمونیستي او اسلام ضد مفکوره لري، کله کله یې زه له پلویانو اورم وايي د ارګ اود ممبر خبره به یوه وي!! دوی دا خبره په  خلکو ته داسې  تشریح کوي چې ګواکې د اشرف غني  پاچايي به د یو اسلامي نظام  راتګ وي ، خو زه وایم نه تاسو خطا شوي یاست، اصلا ًُ دمفکر صیب د خبرې مطلب دادې چې  کومه خبره ارګ کوي نو ممبر به یې مني(ممبر به د ارګ د پالیسو د تشریح ځای وي)!!
له عبدالله عبدالله نه ګیله نه ده پکار ، ټو ل افغانان يې پيژني باید په اړه یې پخپله فیصله وکړي خو اشرف غني چې  اوس یې  د ښکنځلمارو پلویانو لخوا کمپاینونه په ډير شور او زور سره دوام لري  د دې ولس لپاره یو عذاب دی، کله چې یو ولس د ډیموکراسۍ فتنې ځپلې وي  هغه ولس ته د اسلامي نظام ضرورت دې  نه د اشرف غني د کمونیستي او د عبدالله عبدالله د ملک الطوایفي نظامونو .
افغان مجاهد ولس  دا درې میلیونه شهیدان د دې لپاره نه دي ورکړي چې  دلته امریکايي ډیموکراسي او یا میکس کمونیستي نظام حاکم شي، بلکې دا ولس مسلمان دې او د یو سوچه اسلام نظام غوښتونکې دی، نو ځکه  خو وایو چې یو بشپړ اسلامي شرعي نظام په انتخاباتو نه راځي  د سرونو په قربانیو راځي، لومړې باید اشغالګر له دې خاورې په مکمل ډول ووځي په دوم قدم کې باید د اسلامي نظام لپاره داسې اشخاص غوره شي چې هغوی  د غرب او شرق د غلامۍ طوق په غاړه نلري، هغه وخت ممکنه ده چې یو اسلامي نظام  حاکم شي او کله چې اسلامي نظام حاکم شي  بیا به  عدالت او امنیت هم راشي.
نور نو باید زموږ ولس د انتخاباتو په  نوم د صلیبي دسیسې  ښکار نه شي،  په  یوه اشغال شوي هیواد کې انتخابات اصلاً هیڅ معنی نلري او په اوسنیو دوو منتخبو څیرو کې یو یې هم د اسلام او افغانستان په نفعه نه دې بلکې دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي، دواړه غواړي چې د امریکایانو غیر قانوني شتون دلته قانوني کړي او په دې توګه یې پرضد قانوني مبارزه غیر قانوني اعلان کړي، په دې کار سره به افغان ولس د یو بل مفسد رژیم په منګولو کې راښکیل شي، چې بیا به یې  خلاصون دومره  اسان  کار نه وي ( هغه څـه چې نن یې په کمو قربانیو تر لاسه کولای شو سبا به یې په لویو لویو قربانیو هم  تر لاسه  نه کړو).

لیکوال: فاتح کاروان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د