fbpx

پي ایس ایل: اسلام اباد کراچۍ کې پیښور لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه کې د اسلام اباد یونائیټيډ لوبډلې د پيښور زلمو ته ماتې ورکړه او ددغې جام اتلولي يې وګټله.

ددغې جام پایلوبه چې په لومړي ځل د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې ترسره شوه، اسلام اباد لوبډلې د لیوک رونکي په غوره توپ اچونه د پيښور زلمیانو ته د ۴ ویکټو په توپير ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي يې پخپل نوم کړه.

دغه لوبه کې لومړی پيښور توپوهنه وکړه، چې په ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۸ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا کریس جورډن ۳۶، لیو ډاوسن ۳۳ او وهاب ریاض چټکې ۲۸ منډې جوړې کړې، چې د اسلام اباد لخوا شاداب خان ۳، حسین طلعت او سمیت پټيل ۲-۲ ویکټې واخیستې.

د اسلام اباد لخوا د هدف په پوره کولو کې یو ځل بیا لیوک رونکي غوره توپوهنه ترسره کړه، نوموړي یو ځل بیا چټکه نیمه سلیزه ووهله، او په ۲۶ توپونو یې ۵۲ منډې جوړې کړې، چې ۵ شپږیزې او ۴ څلوریزې په کې شاملې وې.

په لومړي سر کې د اسلام اباد لپاره هدف پوره کول ډېر اسانه وو، خو وروسته د څو پرلپسې ویکټو په غورځېدو سره یې لوبډله له سخت فشار سره مخ شوه، چې په داسې حال کې کامران اکمل د مهم لوبغاړي مهم کیچ میس کړ، چې ددوی د لوبې بایللو لامل شو.

په دغه سیالیو کې یو ځل بیا لیوک رونکي د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، چې ورسره یې د پي ایس ایل په درېیم پړاو کې یې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې او د سیالیو غوره لوبغاړی هم ونومول شو، نوموړي په ټولو لوبو کې په ۴۳ اوسط او ۱۸۳ سټرایک ریټ سره ۴۳۲ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ تر اوسه درې پړاوه ترسره شول، چې لومړی جام یې اسلام اباد، دویم یې پيښور او درېیم یې یو ځل بیا اسلام اباد پخپل نوم کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د