د بریښنا موضوع څرنګه حل کیدای شي؟

ډاکټر پارسا

د کابل چارواکو څو اونۍ وړاندې د تخار په ولایت کې هغه ښارګوټی ویجاړ کړ چې د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې جوړ شوی و، ورپسې یې د کندز او بغلان په ځینو سیمو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو باندې بریښنا هم قطع کړه او ټرانسفرمرونه یې د جوړولو په بهانه ترې یووړل. طالبانو د ولسي خلکو او سپین ږیرو په توسط هڅه وکړه چې د حکومت غوږو ته دا خبره ورسوي چې د سیمې اولسونه دې بې ځایه نه ځوروي او د بریښنا له نعمته دې نه محروموي، خو د کندز او بغلان محلي چارواکو د محلي خلکو او طالبانو خبرې ته غوږ ونه نیو.

وروسته طالبانو دا خبره مطبوعاتي کړه او د کابل له چارواکو یې وغوښتل چې له بریښنا او نورو عام المنفعه خدماتو څخه دې سیاسي استفاده نه کوي او نه دې هم له عام اولس څخه انتقام اخلي. ځکه په دې خبره خو هر څوک پوهیږي چې په کندز او بغلان کې توزیع شوې بریښنا یوازې طالبان  نه مصرفوي بلکې د سیمي عام خلک د خپلو کورونو د روښانولو لپاره ترې کار اخلي.

کله چې حکومتي چارواکو د بغلان او کندز د خلکو شکایات وانه وریدل او په ډیر غرور یې د نورو ورته اقداماتو ګواښ هم وکړ، طالبانو د چارواکو د تنبیه لپاره له متقابل چلند څخه کار واخیست او په بغلان کې یې وارداتي بریښنا قطع کړه. خو د طالبانو له دې تنبیهي اقدام سره سره حکومتي چارواکي په خپل ضدي دریځ ولاړ دي او د دې په ځای چې د مسئلې په اصلي علت ځان پوه او د اساسي حل لپاره یې اقدام وکړي یوازې دا خبرې کوي چې دوی به ډیر ژر پوځي عملیات وکړي او د بریښنا جریان به بیرته فعال کړي.

د هیواد په شمال کې د بریښنا په سر رامنځته شوی نوی جنجال هغه څه دی چې په نتیجه کې یې تراوسه د کندز، بغلان، کابل، پروان او ډیرو نورو ولایاتو خلک د بریښنا له نعمت څخه بې برخې شوي دي. په دې جنجال کې که څه هم دواړه اړخه خپل مسؤلیتونه لري خو ډیره ملامتیا ځکه د دولت په غاړه ده چې په خپل لومړني اقدام یې دغه جنجال راپیدا کړی دی. که دولتي چارواکو د کندز او بغلان په اطرافي خلکو بریښنا نه وای قطع کړې، نو طالبان خو له بریښنا سره هیڅ مشکل نلري او موږ وینو چې له تیرو څو کلونو راهیسې د ازبکستان وارداتي بریښنا د طالبانو له ساحو څخه تیریږي او تر کابل پورې رسیږي.

په هر حال، اوس چې دغه جنجال پیښ شوی دی او له امله یې ډیر اولس خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي، حکومت او طالبان دواړه اړخه د اولس په وړاندې مسؤلیت لري چې ژر تر ژره د یوه سالم تفاهم په توسط دې جنجال ته د پای ټکی کیږدي تر څو وارداتي بریښنا بیرته د پخوا په شان وصل او خپل نور مال فعالیت پیل کړي.

د دې جنجال حل په هیڅ صورت دا نه دی چې چارواکي قطع شوې بریښنا په عارضي ډول وصل کړي او بیا خلکو ته کاذب ډاډ ورکوي بلکې د موضوع اساسي حل دا دی چې د پخوا په شان حکومت او طالبان په دې برخه کې له یو بل سره د تفاهم او تسامح رویه غوره کړي تر څو هم د طالبانو تر واک لاندې افغان اولس او هم په کابل او نورو ښارونو کې میشت افغانان د بریښنا له نعمت څخه برخمن شي.

طالبانو ته هم په کار ده، چې په دې موضوع د پخوا په شان له ډیر تعمق او ملي مصلحت نه کار واخلي او لکه څنګه چې په هلمند کې د کجکي د بريښنا پر سر له حکومتي چارواکو سره یوه تفاهم ته رسیدلي د ورداتي بریښنا په برخه کې همداسې د اولس په خیر پالیسي اختیار کړي. ځکه که دا موضوع ډیر وخت دوام پیدا کوي نو ډیرې ناوړه پایلې درلودلای شي چې له جملې یوه هم دا ده چې بیا به هیڅ نړیواله مؤسسې د ټاپي، کاسا زر او نورو پروژو په شان د ملي پروژو ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي، ځکه په وضعیت به باور نلري چې په دې ډول ګران افغانستان د پرمختګ او بډاینې یو تاریخي فرصت له لاسه ورکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

سزای قروت آب گرم زار شم د طالبانو د دی اقدام څخه آیا دوستم بیناموسه حق لری چی بریښنا ولری آیا د شروفساد ټوله بدنامه ډله حق لری چی بریښنا نه وړیا ګټه واخلی مګر هغه مسکین بیچاره خلک چی هلته په سرو لمبوکی شپی سبا کوی هغوی حق نلری زه خو وایم که د کابل فاسدی اداری د موضوع د حل اقدام ونکړ او بیایی داخلک د بریښنا څخه بی برخی کړل دا ځل دی د امارت ویاړلی مجاهدین دی په ورته اقدام لاس پوری کړی او ټولی پایی دی لمینځه یوسی. ژوندی د وی د امارت سرښندونکی اتل… نور لوستل »

سلامت خان
میلمه
سلامت خان

آيا د افغانستان پر شتمنيو خېټه اجوونکو (ټرمپي امريکانو )خو به په لوی لاس د کابل د ادارې چارواکي داسې منفي اقداماتو ته نه وي اړ کړي چې طالبان دغه ډول بالمثله حرکت ته اړ کړي او پدې کار سره د (ټاپي) ، (کاسا) او د نورو احتمالي لويو اقتصادي پروژو شريکان په افغانستان کې پر ټرانزيټي، امنیتي او سياسي وضعيت بې باوره کړي تر څو ټول افغانستان د همدوئ چور او تالان ته ورپاتې شي او پرته له کوم رقيب او شريکه د دې ځای د اقتصاد پر ټولو شريانونو خپل زبېښګر موټی ټينګ کړي چې د همدې کار… نور لوستل »